ریچارد بنت، د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې، د اقلیم او چاپېریال په اړه د نړیوال عدالت محکمه (ICJ) له وروستي مشورتي نظره هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې د افغانستان په څېر هېوادونو ته، چې د اقلیمي بدلون له امله زیانمن شوي، باید د تاوان جبران ورکړل شي.بنت په خپل ایکس کې لیکلي: «دا نظر د افغانستان لپاره ډېر مهم دی، ځکه دا هېواد له اقلیمي زيانونو او د چاپېریال له ویجاړۍ سره مخ دی.»یادې څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې نړیوالې محکمې یو تاریخي مشورتي نظر صادر کړ. په دغه نظر کې راغلي چې د اقلیم او چاپېریال ساتنه د هېوادونو یو جدي او الزامي نړیوال مسؤلیت دی، چې د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو برخه ګڼل کېږي.د نظر له مخې، هغه دولتونه چې له دغو مسؤلیتونو سرغړونه کوي او نورو هېوادونو ته زیان رسوي، باید جبران ورکړي.دا مشورتي نظر د اقلیم عدالت په لور یو مهم ګام بلل شوی او تمه ده چې صنعتي او ډېره ککړوونکې هېوادونه به له دې امله د خپلو کړنو مسؤلیت ومني، په ځانګړي ډول د هغو هېوادونو پر وړاندې چې کمزوري او ډېر زیانمن دي، لکه افغانستان.که څه هم افغانستان د نړۍ د ګازونو په ککړتیا کې ډېر لږ رول لري، خو بیا هم یو له هغو هېوادونو څخه دی چې له اقلیمي بدلون څخه ډېر اغېزمن شوی دی له پرلهپسې وچکالیو تر ویجاړوونکو سېلابونو پورې، دا بدلونونه په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې د خلکو ژوند ته سخت زیان اړولی.یادونې وړ ده دې لپاره چې افغانستان دا جبران تر لاسه کړي، لا هم نړیوالو محکمو ته لاسرسی او قانوني استازیتوب ستونزمن دی، ځکه چې هېڅ نړیوال رسمیتلرونکی دولت نه لري؛ خو د ICJ دا مشورتي نظر کولای شي د قانون له لارې د حقونو ترلاسه کولو لپاره یو نوی چوکاټ برابر کړي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

