د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې یوه ښځه په دایکندي ولایت کې د “واده نه پرته اړیکو” له امله په ۳۹ دورې او یو کال بند محکومه شوې او دا جزا پر هغې تطبیق شوې ده.د یادې محکمې په اعلامیه کې چې د سهشنبې ورځ، د زمري ۷مه خپره شوې، راغلي چې دا ښځه د حنفي فقهې او د ځایي محکمو د پرېکړې پر اساس دغې سزا ته محکومه شوې ده.په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې دوه نور نارینه په کابل ولایت کې د چهارآسیاب ولسوالۍ په کچه د “لواطت” په تور هر یو ته ۳۹ دورې سزا ورکړل شوې او جزا ورباندې تطبیق شوې ده.دا کړنې یو ځل بیا د بشري حقونو د ملاتړو ادارو پام د طالبانو لهخوا د بدني جزا کارونې ته اړولی دی.نړیوالو ادارو مخکې هم خبرداری ورکړی چې دا ډول سزاوې د انساني کرامت خلاف او د نړیوالو بشري حقونو له ژمنو سره په تضاد کې دي.سره له دې چې طالبان ادعا کوي دا سزاوې د اسلامي شریعت او حنفي فقهې له مخې عملي کېږي، خو ګڼ شمېر حقوق پوهان او د مدني ټولنې فعالان وایي چې دا جزاګانې د قانوني بهیر، مدافع وکیل او عادلانه محاکمې پرته، د خلکو د وېرولو او ټولنیز کنټرول وسیله ګرځېدلې ده.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

