د افغانستان د ښځو د جلاوطنۍ خوځښت د افغانستان د ملي بیرغ د ورځې په مناسبت یوه اعلامیه خپره کړې او ټینګار یې کړی چې درې رنګه بیرغ (تور، سور، شین) یوازې یو رسمي نښانه نه ده، بلکې د مقاومت، تاریخي هویت، او د افغانانو د آزادۍ، عدالت او برابري د هیلو استازی دی.
یاد خوځښت خبرداری ورکړی چې د اوسني ښځهستیز او استبدادي نظام تر سیوري لاندې، ملي نښې، په ځانګړي ډول درې رنګه بیرغ، د له منځه تلو او حذفېدو له خطر سره مخ دي.
په اعلامیه کې راغلي چې میلیونه افغان ښځې او نارینه د همدې ارزښتونو د ساتنې لپاره د نسلونو په اوږدو کې مبارزه کړې ده.
د جلاوطنۍ ښځو خوځښت ویلي چې دا بیرغ نن هم د کډوالو او جلاوطنۍ ښځو په زړونو او ټولیز حافظه کې ژوندی دی.
په اعلامیه کې ویل شوي: «موږ درې رنګه بیرغ په خپلو زړونو کې لرو. دا بیرغ زموږ غږ دی. د هغې نسل چیغې دي چې د زدهکړې، انتخاب او انساني ژوند حق غواړي.»
یاد خوځښت له نړیوالو بنسټونو او ټولنې غوښتي چې د افغانستان د ملي نښو د حذف قانونيتوب ته قایل نه شي، او د افغان ښځو د هویت او تاریخ د حذف او ځپنې پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.
په پای کې، د افغانستان د ښځو د جلاوطنۍ خوځښت د عدالت او آزادۍ لپاره د مبارزې پر دوام ټینګار کړی او هیله یې ښودلې چې درې رنګه بیرغ به د جلاوطني نسلونو او ښځو په زړورتیا سره یو ځل بیا د دې خاورې پر سر بېرته ورپېږي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

