راوی زن پشتو
یکشنبه 16 قوس 1404
فارسی
EN
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

جبري کډه‌ کول په بامیانو کې؛ طالبانو د یوې هزاره مېشتې سیمې اوسېدونکي غرونو ته شړلي دي

8 اسد 1404
جبري کډه‌ کول په بامیانو کې؛ طالبانو د یوې هزاره مېشتې سیمې اوسېدونکي غرونو ته شړلي دي

د افغانستان په مرکزي سیمو کې د جبري کډو د دوام په ترڅ کې، طالبانو یو ځل بیا د یوې اصلي مېشتې سیمې خلک له خپلو کورونو ایستلي او غرونو ته‌ یې اړ کړي دي.سرچینې راوي زن ته وایي چې دا ځل د بامیان د طالبانو والي، عبدالله سرحدي، د امر له مخې د پنجاب ولسوالۍ د رشک غرغری نومي کلي ټول اوسېدونکي له خپلو کورونو شړل شوي دي.د سیمه‌ ییزو خلکو په وینا، د سه‌شنبې په ورځ (۷ د زمري) له غرمې وروسته، طالبانو د یادې هزاره مېشتې سیمې ټول اوسېدونکي له کورونو ایستلي، دروازې یې قفل کړې او خلک‌ یې غرونو ته‌ تښتېدلو ته اړ کړي دي.باقر کربلایي، د کلي یو مشر، وایي: «موږ تر سلو کلونو زیات دلته ژوند کړی، او زموږ ځمکې د بامیان د املاکو په اداره کې ثبت دي.»هغه زیاتوي، په ۱۴۰۱ هجري لمریز کال کې، دوه کوچي کسان، اول‌ ګل او قاسم وردک، د پنجاب ولسوالۍ د ځینو چارواکو او د والي په ملاتړ، د رشک پر ځمکو د ملکیت دعوا وکړه. دا دعوا د خلکو له مخالفت سره مخ شوه، خو بالاخره طالبانو پرته له کوم قانوني حکم، د زور له لارې ۲۵ کورنۍ له خپلو کورونو ایستلې.اوس مهال سلګونه خلک، چې ماشومان، ښځې او زاړه هم پکې شامل دي، په ډېرو سختو شرایطو کې غرونو ته کډه شوي دي.باقر کربلایي وایي چې دوی څو ځله د پنجاب ولسوالۍ او د بامیان ولایت لومړنیو محکمو ته مراجعه کړې، خو هېڅ چارواکي د دوی شکایتونو ته پاملرنه نه ده کړې.دی زیاتوي: «زموږ زرګونه جریبه ځمکه او مالونه د کوچیانو له‌خوا غصب شوي، پرته له دې چې موږ ته د دفاع زمینه برابر شي.»د سیمې یو شمېر نور اوسېدونکي له رسنیو سره په تماس کې د لومړنیو امکاناتو، په ځانګړي ډول د څښاک اوبو او خوړو له کمښت څخه شکایت لري او له خیریه مؤسسو څخه د بیړنۍ مرستې غوښتنه کوي.دوی د طالبانو دا عمل د افغانستان د مرکزي سیمو د قومي جوړښت د بدلون هڅه بولي، او له نړیوالو بنسټونو غواړي چې دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.یاده دې وي چې تېرې اوونۍ هم طالبانو د غور ولایت د دولت‌ یار ولسوالۍ د شپږو کلیو اوسېدونکي په ورته ډول له خپلو کورونو شړلي وو او جبري کډو ته‌ یې اړ کړي وو.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

خبرنامه


  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In