د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (UNDP) اعلان کړی چې د «د افغانستان لپاره دوامداره انرژي د روغتیا لپاره» په نوم پروژه له لارې یې د ۲۰۲۵ کال په ترڅ کې، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ۶۶ روغتیايي مرکزونه د لمرېزې انرژۍ له سیستم سره سمبال کړي دي، چې ټولیز ظرفیت یې ۱.۵۹۴ میګاواټه پیک (MWp) ښودل شوی.د دې ادارې د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دغه پروژه توانېدلې چې ۲۶۱٬۴۲۴ کسانو ته د دوامداره روغتیايي خدمتونو زمینه برابره کړي، چې له دې ډلې څخه ۱۶۸٬۷۲۴ ښځې دي.په افغانستان کې د بهرنيو مرستو د کمېدو او د روغتیايي نظام د پراخو ستونزو له امله، ډېری روغتیايي مرکزونه له برېښنا او بنسټیزو تجهیزاتو سره مخامخ وو. په ځانګړي ډول په لرو پرتو او کلیوالو سیمو کې د دایمي برېښنا نشتوالی، د ښځو، ماشومانو او مزمنو ناروغانو لپاره د بیړنیو روغتیايي خدمتونو وړاندې کول له ستونزو سره مخ کړی و.یاده پروژه هڅه کوي چې د نوې، پاکې او تجدیدېدونکې انرژۍ له لارې، روغتیايي مرکزونو ته د خدماتو د وړاندې کولو ظرفیت وساتي او پیاوړی یې کړي.UNDP ویلي، د لمرېزې انرژۍ کارول د روغتيا په برخه کې، نه يوازې دا چې له فوسیلي سون توکو سره تړاو کموي، بلکې د درملنې خدمتونو په دوام، د مړینې د کچې په راکمولو او د روغتیايي سیستم په پیاوړتیا کې مهم رول لري، په ځانګړي ډول د هغو سیمو لپاره چې له پامه لوېدلي دي.ملګري ملتونه دا ګام د ټولو لپاره د عادلانه، دوامداره او برابر لاسرسي په موخه، یو مهم ګام بللی دی.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

