یوشمېر ښځینه خبریالانې په کابل کې وایي چې د طالبانو تر واک لاندې د حکومت د رسنیو مرکز چارواکو دوی له خبري ناستو د پوښښ اجازه نه ده ورکړې.دوی وایي، د دغه مرکز چارواکو دوی ته ویلي چې د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت د استازو د شتون له امله، تر بلې خبرتیا پورې، دې مرکز ته د خبري ناستو د پوښښ لپاره نه راځي.نږدې یوه اوونۍ کېږي چې د طالبانو د حکومت ادارو کلني حسابورکونې پروګرامونه د حکومت د رسنیو په مرکز کې دوام لري.تر دې مخکې هم ښځینه خبریالانې له دې منع شوې وې چې د ځینو وزارتونو، لکه د امر بالمعروف، لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو، خبري غونډو ته ورشي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

