راوی زن پشتو
شنبه 23 حوت 1404
فارسی
EN
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

یوناما: په ۲۰۲۵ کال کې تر ۱.۳ میلیونه زیات افغانان هېواد ته ستانه شوي دي

9 اسد 1404
یوناما: په ۲۰۲۵ کال کې تر ۱.۳ میلیونه زیات افغانان هېواد ته ستانه شوي دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفترونه (یوناما) اعلان کړی چې یوازې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې له ۱.۳ میلیونه زیات کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. دغه پراخ بهیر د هېواد پر کورنیو ټولنو سخت فشار راوړی، په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې د افغانستان له ۷۰ سلنه زیات خلک د بیوزلي تر کرښې لاندې ژوند کوي او مالي سرچینې ډېرې محدودې دي.یوناما د دوستۍ نړیوالې ورځې په مناسبت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، سره له دې ننګونو، د ملګرو ملتونو ادارو، محلي بنسټونو او خلکو د پراخې همکارۍ له لارې هڅې روانې دي، څو بېرته ستنېدونکي له رارسېدو څخه تر ټولنیز ادغام پوره ملاتړ ترلاسه کړي. دغه دفتر دا هڅې د “همدردۍ، انسانیت او ریښتینې دوستۍ” څرګندونه بللې ده.په وروستیو کلونو کې افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو بهیر چټک شوی، په ځانګړي ډول له پاکستان، ایران او ترکیې څخه، چې دا ستنېدنه ځینې وختونه جبري او ځینې وختونه پخپله خوښه ده. دا په داسې حال کې ده چې هېواد له بشري، اقتصادي او امنیتي کړکیچونو سره مخ دی. مرستندویې ادارې، په تېره بیا ملګري ملتونه، څو څو ځله خبرداری ورکړی چې د کافي سرچینو، اساسي خدماتو، کور، ښوونې او روغتیايي پاملرنې نشتوالی د بېرته ستنېدونکو د ټولنیز ادغام بهیر له سختو ستونزو سره مخ کړی دی.خو د خلکو پر بنسټ نوښتونه او ولسي ملاتړونه په ځینو ولایتونو کې د فشارونو په کمولو او د ستنېدو د بهیر په اسانولو کې مهم رول لوبولی دی.یوناما له ټولو نړیوالو بنسټونو او پرمختیايي شریکانو غوښتنه کړې چې د بېرته ستنېدونکو د عاجلو اړتیاوو د پوره کولو او د کوربه ټولنو د ظرفیتونو د پیاوړتیا لپاره لا زیاتې سرچینې برابرې کړي.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

خبرنامه


  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In