نصیراحمد فایق، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي سرپرست، په بامیان ولایت کې د طالبانو لهخوا د رشک کلي د اصلي اوسېدونکو جبري کډو او د هغوی د ځمکو او کورونو کوچیانو ته سپارل یو “ښکاره ظلم” بللی دی.نوموړي د زمري ۸مه پر خپله اکس پاڼه لیکلي، دا کړنه د انسان کرامت، د ملکیت حق، اسلامي ارزښتونو او بشري حقونو نړیوالو اصولو سره په ټکر کې ده.فایق ټینګار کړی چې هېڅ څوک یا اداره، حتا دولت، د خلکو شتمنۍ نشي نیولای، پرته له مشروع قضايي حکم او عادلانه تاوان. هغه د طالبانو د کوچیانو د میشتولو سیاست “تبعیضآمیز” بللی او ویلي یې دي چې دا ډول کړنې د قومونو ترمنځ شخړې، بېباوري او ټولنیز درزونه زیاتوي.فایق ویلي، کوچیان هم د افغانستان د ملت برخه دي او باید د قانون، عدالت او د ځایي خلکو د مشورې له مخې د هغوی ژوند ته زمینه برابره شي، نه د زور او تبعیض له لارې.نوموړي زیاته کړې، چې د مشروع او حسابورکوونکې حکومت د نشتوالي له امله دا ډول فیصلې نهیوازې چې غیرقانوني دي، بلکې د بېثباتۍ او کورنۍ شخړو خطر هم زیاتوي.هغه پوښتنه کړې: “هغه طالب ویاند چې په بامیان کې یې د بېوزلو لپاره د سرپناه ژمنه کړې وه، اوس څنګه د همدې خلکو کورونه او ځمکې مصادره کوي؟ که د جوړولو وس نهلرئ، لږ تر لږه یې کورونه مه ورانوی.”طالبانو د یوه حقوقي شخړه د فیصلهنامې له مخې، نږدې ۲۵ کورنۍ له رشک کلي څخه ایستلي، چې پراخې کورنۍ او نړیوالې نیوکې یې راپارولې دي. دا عمل د ځینو له خوا د ځمکې د غصب او د مرکزي سیمو د نفوس جوړښت د بدلون یوه برخه بلل شوی دی.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

