راوی زن پشتو
سه‌شنبه 21 دلو 1404
فارسی
EN
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ ادارې: د خبریالانو نیول او ګواښل د وینا له آزادۍ ښکاره سرغړونه ده

9 اسد 1404
یوناما: په ۲۰۲۵ کال کې تر ۱.۳ میلیونه زیات افغانان هېواد ته ستانه شوي دي

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ اداره (AMSO) په یوه خبرپاڼه کې د خبریالانو، رسنیو او رسنیزو فعالانو پر وړاندې د وروستیو نیونو، ګواښونو او بندیزونو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.یادې ادارې ویلي، دا ډول چلندونه د وينا د آزادۍ او د معلوماتو د لاسرسي له بنسټیزو بشري حقونو او نړیوالو تعهداتو سره په ښکاره تضاد کې دي. په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې خبریالان باید د خپلو مسلکي دندو له امله ونه ګواښل شي، نه دې سانسور شي او نه دې ونیول شي.AMSO د نوراحمد امغری او مشاق احمد جلیلي په ګډون د یو شمېر خبریالانو د نیولو راپورونو ته په اشارې ویلي، چې یاد کسان د بهرنیو سریالونو د ژباړې او دوبلې په تور نیول شوي، خو د هغوی د وضعیت په اړه کوم رسمي معلومات نشته.یادې ادارې د کابل، لوګر او خوست په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د خبریالانو د ګواښ له امله هم اندېښنه ښودلې او د هېواد د رسنیز وضعیت جریان یې سخت بللی دی.په اعلامیه کې دا هم راغلي چې د ژوندي موجوداتو د عکسونو د اخیستلو او خپرولو تازه بندیز د مطبوعاتو د آزادۍ خلاف عمل دی او دا یوه بله بېلګه ده چې ښيي رسنۍ لا زیاتې محدودېږي.د افغانستان د رسنیو د ملاتړ اداره له اوسنیو واکمنو غوښتي چې نیول شوي خبریالان بې له قید او شرطه ژر تر ژره خوشې کړي، د خبریالانو د خوندي او خپلواکه فعالیت زمینه برابره کړي او روان فشارونه او بندیزونه پای ته ورسوي.دا اداره وایي، دوی به د وینا له آزادۍ، د خبریالانو له خوندیتوب او د هغوی له مسلکي فعالیتونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

خبرنامه


  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In