پرون د زمري ٨ مه، ۱،۸۴۹ افغانې کورنۍ د بېلابېلو پولو له لارې له ګاونډیو هېوادونو بېرته افغانستان ته ستنې شوې.د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، دغه کورنۍ له لاندې لارو هېواد ته راستانه شوې دي:۴۵ کورنۍ د ننګرهار له تورخم پوله۴۸ کورنۍ د کندهار له سپینبولدک۲۵۴ کورنۍ د نیمروز له پل ابریشم۲ کورنۍ د هلمند له بهرامچې۱،۵۰۰ کورنۍ د هرات له اسلامقلعهد طالبانو سیمهییزو چارواکو ویلي، ډېرې له دغو کورنیو اسناد، سرپناه او ابتدایي خدمات نهلري.په داسې حال کې چې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر پراخ شوی، د ملګرو ملتونو سازمان خبرداری ورکړی چې دا بهیر له سختو بشري ننګونو سره مخ دی. د افغانستان لپاره د UNHCR استازي، عرفات جمال، ویلي چې ډېری کورنۍ په بحراني حالت کې راستانه کېږي او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.د UNHCR د شمېرو له مخې، یوازې د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ نیمايي کې له ایران او پاکستانه تر ۱.۲ میلیونه ډېر افغانان جبري یا پخپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.همداراز، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر دا جبري بېرته ستنول “یو څو اړخیز بشري بحران” بللی او د دې بهیر د درولو غوښتنه کړې ده.دغه دفتر خبرداری ورکړی، چې ډېر بېرته راګرځېدونکي افغانان، په تېره ښځې، نجونې او اقلیتونه، له نیونې، زورزیاتي او د اساسي ازادیو له نقض سره مخ دي.نړیوال کارپوهان هم وایي، چې د بېرته ستنولو دوام پرته له دې چې د منلو مناسب شرایط برابر شي، د افغانستان پر محدودو سرچینو به نور هم فشار واچوي او بشري وضعیت به لا ډېر خراب کړي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

