راوی زن پشتو
پنج‌شنبه 1 اسد 1405
فارسی
EN
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

مدني بنسټونه: د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو د جنايتونو د حساب‌ورکونې لپاره ولسي محکمه جوړه شوې ده

9 اسد 1404
مدني بنسټونه: د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو د جنايتونو د حساب‌ورکونې لپاره ولسي محکمه جوړه شوې ده

د افغانستان د مدني ټولنې يوه همغږۍ د دايمي ولسي محکمې (Permanent People’s Tribunal) په همکارۍ اعلان کړی، چې يوه سمبوليکه ولسي محکمه یې جوړه کړې، څو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغان ښځو د حقونو پراخو او سیسټماټيکو سرغړونو اسناد ثبت او ارزونه وشي.د دې همغږۍ د اعلامیې له مخې، ټاکل شوې چې دا ولسي محکمه د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر پر ۷مه نېټه د هسپانیې په مالاګا ښار کې د مالاګا د حقوق‌پوهانو ټولنې په همکارۍ پرانيستل شي، او د دې محکمې غونډې به په ژوندۍ بڼه نړۍ ته خپرېږي.یوه ډله نړیوال مشهور کارپوهان به چې د عدالت، بشري حقونو او د جنسیت‌پر بنسټ د تاوتریخوالي په برخو کې تخصص لري، د قربانیانو شهادتونه، اسناد او شواهد وارزوي.تمه ده چې د دې ولسي محکمې لومړۍ پرېکړه د ۲۰۲۵ کال تر پایه، یعنې تر دسمبر پورې اعلان شي.دا ولسي محکمه هڅه کوي چې د افغانستان د ښځو او نجونو غږ، چې د طالبانو تر واک لاندې له زده‌کړې، کار، عامه ژوند او بنسټیزو انساني حقونو محرومې شوې دي، نړیوالو ته ورسوي.د محکمې تنظیموونکو ویلي، دا نوښت یو عدالت‌محور ګام دی، چې موخه یې د هغو جنایتونو پر وړاندې غبرګون ښودل دي چې نړېواله ټولنه یې تر اوسه په وړاندې چوپه پاتې شوې ده.د اعلامیې یوه برخه داسې وايي: «کله چې عدالت په سیستماتیک ډول له خلکو واخیستل شي، د دولتونو چوپتیا خپله یو جرم بلل کېږي. دا ولسي محکمه به نړۍ اړ کړي چې د افغان ښځو غږ واوري.»د دې نوښت په چوکاټ کې به علني اورېدنې ترسره شي، چې په کې څارنوالان، کارپوهان، فعالان او قربانيان ګډون کوي. مشخص موارد به لکه زورزیاتی، جنسي تبعیض او پراخ تاوتریخوالی تر بحث لاندې ونیول شي.دغه بهیر به د نړیوالو حقوقي هڅو لپاره د مهمو شواهدو، اسنادو او دعوو د ثبت زمینه برابره کړي.د همغږۍ څلور غړي بنسټونه، یعنې راواداری، AHRDO، کُد او د سولې لپاره د ښځو یووالي ویلي دي:«موږ له نړیوالې ټولنې یوازې خواخوږي نه غواړو اوس د ګام وخت دی.»

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

خبرنامه


  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In