د افغانستان د خبریالانو مرکز د غزني ولایت د «خوشحال» راډیو د مسوول مدیر، سلیمان راحل، خوشې کېدل هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې د دغه خبریال نیول او بندي کول د هغه پر اساسي او مسلکي حقونو ښکاره تېری و.د دې مرکز د خبرپاڼې له مخې، سلیمان راحل د پنجشنبې په ورځ، د زمري په ۹مه، له نږدې درې میاشتنۍ بند وروسته د غزني له مرکزي زندان څخه خوشې شوی دی.نوموړی د روان کال د غويي په ۱۵مه د فېسبوک په خپرونو باندې چې له ټولنیزو ستونزو او اقتصادي بیوزلي سره تړاو درلود، د غزني د استخباراتو لهخوا نیول شوی و.د غزني ښار لومړنۍ محکمې هم د غبرګولي په ۱مه، په یوه غیرعلني غونډه کې، هغه د «طالبانو پر ضد تبلیغاتو» په تور درې میاشتې بند محکوم کړی و.د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، استخباراتي چارواکي ټولنیزې ستونزې انعکاسول د خلکو د ذهنیتونو د تحریک هڅه ګڼي، او دا کار د رسنیو د آزادۍ پر اصولو ښکاره تېری دی.یاد مرکز له طالبانو غواړي چې د خبریالانو حقوقو ته درناوی وکړي او رسنیو ته د آزاد او له ګواښ پرته فعالیت زمینه برابره کړي.دا په تېر یو کال کې د «خوشحال» راډیو د کارکوونکو د دوهم ځل بندي کېدو پېښه ده. تر دې مخکې، د دې راډیو پخوانی مدیر حکمت آرین هم د حساسو موضوعاتو د پوښښ له امله، یو میاشت بندي شوی و.اوسمهال، لږ تر لږه ۱۰ نور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په افغانستان کې بندي دي یا هم خپلې سزاوې تیروي.د افغانستان د خبریالانو مرکز ټینګار کوي چې د خبریالانو دوامداره نیونې د وینا آزادۍ او بشري حقونو پر وړاندې د حاکم نظام له ژمنو سره په ټکر کې دي، او د ټولو بندي شویو خبریالانو د سمدستي خوشې کولو غوښتنه کوي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

