نصیراحمد فایق، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ سرپرست، په ټولنیزو رسنیو کې له پاکستاني حکومت غوښتي چې د افغان کډوالو، په ځانګړې توګه د زیانمنو کسانو، د جبري ایستلو پریکړه بیا وارزوي.نوموړي خبرداری ورکړی، چې دغو کسانو ته بېرته ستنېدل د دوی ژوند له جدي خطر سره مخ کولی شي.فایق دا څرګندونې د شنبې په ورځ (د زمري ۱۱مه) کړې او ټینګار یې کړی چې افغان کډوال، په ځانګړي ډول ښځې، ماشومان او هغه کسان چې ځانګړې اړتیاوې لري، که ستانه شي، له پراخو امنیتي، سیاسي او بشري ګواښونو سره به مخ شي.هغه همداراز د پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) پر کړنو هم نیوکه کړې او له دې ادارې یې غوښتي، چې د کډوالو د وضعیت د ښهوالي لپاره ژر، روښانه او مؤثر ګامونه پورته کړي.فایق ویلي: «له ډېرو کډوالو څخه داسې اندېښمنوونکي راپورونه تر لاسه شوي، چې ګواکې دغه اداره له بېپامي، ترجیحي چلند او ناوړه برخورد څخه کار اخلي، چې باید په جدي، انساني او قانوني اصولو باندې وڅېړل شي.»نوموړي له ملګرو ملتونو، په ځانګړي ډول له آنتونیو ګوترش د ملګرو ملتونو سرمنشي او فیلیپو ګراندی د UNHCR عالي کمیشنر څخه هم غوښتي چې د پاکستان لهخوا د افغان کډوالو پر وړاندې د چلند په اړه اصولي، روښانه او بېړنۍ غبرګون وښيي.پاکستان له څو میاشتو راهیسې د افغان کډوالو د تدریجي ایستلو بهیر پیل کړی، چې پراخې نړیوالې اندېښنې او نیوکې یې راپارولي دي.فایق له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د دې وضعیت پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او د نړیوالو قوانینو پر بنسټ، د افغان کډوالو له حقونو ملاتړ وکړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي: نږدې ۲۷۲ میلیونه ماشومان او ځوانان له زده کړې محروم دي
انتونیو ګوترش، د ملګرو ملتونو سرمنشي، ویلي چې نږدې ۲۷۲ میلیونه ماشومان او ځوانان په ټوله نړۍ کې له زده...
Read more

