ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې یو پنځه کلن افغان ماشوم په تهران کې د خپل پلار لهخوا تر وهلو او زورزیاتي وروسته ژوند له لاسه ورکړی دی.دا پېښه د ایران د پلازمېنې په مرکزي سیمه کې رامنځته شوې او پولیسو د ماشوم پلار نیولی دی.د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې، ماشوم لومړی د “یاس” روغتون ته ولېږدول شو، خو طبي ټیم د مرګ نښې مشکوکې بللي او موضوع یې امنیتي ادارو ته راپور کړې ده.د تهران پولیسو له روغتونه د ماشوم جسد په سردخانه کې موندلی، چې د بدن پر بېلابېلو برخو باندې د سختو وهلو ټکولو نښې لیدل شوي دي.که څه هم د ماشوم د هویت او د پلار د عمل انګېزې په اړه لا ډېر جزئیات نه دي خپاره شوي، خو ایراني چارواکو جنایي پلټنې پیل کړي دي.دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې، چې تر دې وړاندې هم د افغان کډوالو په کورنیو کې د ماشومانو پر وړاندې د کورني تاوتریخوالي راپورونه خپاره شوي وو.خو د یوه ماشوم وژل کېدل د خپل پلار لهخوا، یو ځل بیا د کډوالو کورنیو د بد وضعیت او د دوی د ټولنیزو ستونزو پر لور د خلکو پام را اړولی دی.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

