د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په روان میلادي کال کې تر دوو میلیونو ډېر افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو بېرته افغانستان ته راستانه شوي یا جبراً راګرځول شوي دي. دغه وضعیت د دې ادارې په وینا، د هېواد پر محدودو سرچینو فشار ډېر کړی او روان بشري کړکېچ یې لا پسې ژور کړی دی.دا راپور د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۲مه) خپور شوی، او په کې راغلي چې افغانستان لا هم له اوږدې جګړې، پراخې بېوزلۍ، او د نړیوالو مرستو له بېساري کمښت سره لاس و ګرېوان دی. په داسې حال کې چې د هېواد نیمايي وګړي د ژوند د دوام لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.سره له دې چې د کډوالو او کورني بېځایه شویو کسانو د ملاتړ لپاره د دې ادارې مالي اړتیاوې په ۲۰۲۵ کال کې ډېرې لوړې دي، تر اوسه یوازې ۲۸ سلنه بودجه ورته برابر شوې ده. ملګري ملتونه خبرداری ورکوي، چې د بېرته راستانه شویو کسانو د ملاتړ لپاره د حیاتي خدماتو د دوام په خاطر، لږ تر لږه ۲۱۶ میلیونه ډالرو نورو ته اړتیا ده.له ټولو ننګونو سره سره، د کډوالو عالي کمیشنري اعلان کړی، چې په کابل کې یې د ښځو لپاره یو نوی خدماتي مرکز پرانیستی دی. دغه مرکز هغو ښځو ته یو خوندي چاپېریال او د اقتصادي ودې زمینه برابروي، چې یا له بهره راستانه شوي یا له خپلو سیمو بېځایه شوې دي.یاد مرکز د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر ضد دفتر او د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې په همکارۍ جوړ شوی، چې دا مهال پکې ۱۸ د ښځو لهخوا اداره کېدونکې پلورنځۍ فعالې دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

