د افغانستان په کلیوالو سیمو کې د خوراکي خوندیتوب او معیشتي وضعیت د پیاوړتیا لپاره، د بریتانیا حکومت د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې له ادارې (فائو) سره په ګډه یو نوی پروګرام پیل کړی چې موخهیې د کروندګرو، مالدارانو او زیانپذیرو ټولنو ملاتړ دی.دا پروژه، چې تمویلیې بریتانیا پر غاړه اخیستی، د ۱۰ میلیونه پونډو په بودیجه به په راتلونکو لسو میاشتو کې د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې پلې شي.د فائو اداره وایي، له دې برنامې به تر ۲۱ زرو ډېرې کروندګرې کورنۍ، چې ټولیز شمېر یې له ۱۵۰ زرو کسانو زیات دی، برخمن شي.د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، دا برنامه به لومړی د غنمو د تولید ښهوالي، د لبنیاتو ودې، د ځایي اوبو لګولو سیستمونو ترمیم، او اصلاح شوې زراعتي تخمونو ته د لاسرسي پراخېدو تمرکز ولري.همداراز، د څارویو واکسین او د لومړنیو وترنري خدماتو له لارې د مالدارانو ملاتړ هم په پام کې نیول شوی دی.په ځانګړې توګه، هغه ښځې چې خپلوان یې له لاسه ورکړي یا د کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري، د دې پروژې اصلي تمرکز جوړوي. دغو ښځو ته به د چرګانو د روزنې اسانتیاوې، د مالدارۍ زدهکړې، او بازار ته د لاسرسي فرصتونه برابر شي، څو د دوی عواید زیات، او د کورنۍ د غړو په ځانګړي ډول د ماشومانو تغذیه ښه شي.د فائو استازی په افغانستان کې، ریچارد ترنچارد، دغه پروګرام د کلیوالو ټولنو لپاره یو مهم ګام بللی او ویلي یې دي: «په داسې هېواد کې چې کرنه د اقتصاد ستنه ده، دا ملاتړ یو کوچنی پانګونه ده چې ستر او دوامدار اغېز به ولري.»د هغه په وینا، اقلیمي صدمې او اقتصادي بحرانونه د کروندګرو د زغم وړتیا کمزورې کړې ده، خو دا ډول پروګرامونه کولای شي چې د دوی وړتیا بېرته راژوندۍ کړي.دا پروژه به له ورته نورو برنامو سره همغږي پلي شي، چې یوهیې د «افغان اید» تر مشرۍ لاندې د افغانستان د مقاومت کنسرسیوم پروژه ده. د ټولو دغو هڅو ګډ موخه، د اقلیمي خطرونو پر وړاندې د ټولنو د زغم لوړول، د خوراکي خوندیتوب پیاوړتیا، او د طبیعي پېښو پر وړاندې د زیان منونکي راکمول بلل شوي دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

