د طالبانو د سختدریځو او تنبیهي تګلارو په دوام، د دغه ډلې رسمي سرچینو خبر ورکړی چې پنځه تنه په میدان وردګو او بغلان ولایتونو کې په دورو وهلو محکوم شوي دي.د طالبانو د سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې د زمري په ۱۳مه، درې تنه نارینه د میدان وردګو ولایت د سیدآباد په ولسوالۍ کې د «همجنسي اړیکو» په تور، د خلکو په حضور کې مجازات شوي دي. د هر یوه لپاره ۳۹ دورې وهل شوي او سربېره پر دې، درې میاشتې بند ته هم محکوم شوي دي.په یوه جلا اعلامیه کې راغلي چې په بغلان مرکزي ولسوالۍ کې بیا دوه نور کسان د جعلي اسنادو د کارولو په تور نیول شوي، چې د محکمې لهخوا هر یوه ته ۲۰ دورې او شپږ میاشتې بند سزا ورکړل شوې ده.دا پېښې د طالبانو لهخوا د جسمي سزاوو د تطبیق تازه بېلګې دي، چې تل د بشري حقونو د ملاتړو بنسټونو له مخالفت سره مخ شوي دي.یاد بنسټونه دا ډول ګامونه د نړیوالو قوانینو او د انساني کرامت له اصولو سره ښکاره نقض بولي او د دې عمل د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه کوي.له هغه وخته چې طالبان بېرته واک ته رسېدلي، ګڼشمېر افغانان د بېلابېلو تورونو له امله په عام محضر کې وهلي او مجازات شوي دي.تر دې وړاندې هم راپورونه خپاره شوي وو چې طالبان ځینې کسان علناً اعدام کړي، کوم چې دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

