هغې ويلي، چې د بشري حقونو وضعيت، په ځانګړې توګه د ښځو حقونه، بايد د طالبانو سره د هر ډول خبرو او اړيکو مهم شرط وي.فرشته عباسي زياته کړې: «که د بېلابېلو هېوادونو ډيپلوماټان، که په دوحه، ترکيه او يا هر بل ځاى کې، له طالبانو سره خبرو ته کښېني، بايد د افغانستان د خراب بشري وضعيت موضوع په ښکاره توګه له طالبانو سره شريکه کړي.»نوموړې دا څرګندونې د ۲۰۲۵ کال د زمري (زمري) پر ۱۵مه، د ملګرو ملتونو د استازو، د بشري حقونو د څېړونکو او د مدني ټولنې د فعالانو په ګډون، يوې انلاين خبري غونډې ته وکړې. په دې غونډه کې، چې څلور کاله له واک ته د طالبانو له بيا راستنېدو وروسته جوړه شوې وه، د افغانستان د بشري حقونو وضعيت، د بشري ناورين دوام، او د نړيوالو مرستو د کمېدو اغېزې وڅېړل شوې.په دې ناسته کې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لپاره ځانګړي راپور ورکوونکي، ريچارد بېنټ هم ټينګار وکړ چې د افغان ښځو زړورتيا له تمې پورته ده، او د رښتيني بدلون لپاره پر طالبانو د نړيوال فشار دوام اړين دی. نوموړي دا هم وويل، چې هېڅ هېواد بايد طالبان تر هغو په رسميت ونهپېژني، څو چې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په برخه کې د باور وړ ښهوالی ونهويني.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

