راوی زن پشتو
شنبه 17 عقرب 1404
فارسی
EN
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

ملګري ملتونه: د افغان کډوالو بېرته ستنېدنه باید داوطلبي، خوندي او له درناوي ډکه وي

15 اسد 1404
ریچارډ بېنټ، له راوي زن سره: د افغان ښځو زړورتیا له تمې لوړه ده؛ خو باید د بشري حقونو د ښه‌والي لپاره له ټولو وسایلو کار واخیستل شي

د افغان کډوالو د ایستلو د نوې پړاو له پیل وروسته، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د پاکستان له‌خوا د “پی‌او‌آر” کارت لرونکو افغان کډوالو د بېرته ستنولو په پرېکړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.دا نړیوال بنسټ په یوه اعلامیه کې ویلي چې هغه کډوال چې د کلونو راهیسې په قانوني اسنادو سره په پاکستان کې ژوند کوي، باید له جبري ایستلو څخه معاف پاتي شي. کمېشنرۍ ټینګار کړی چې د ثبت شوو کډوالو جبري ایستل، نه یوازې د منل شوو بشري اصولو خلاف دي، بلکې د پاکستان له اوږدمهاله کډوال‌پالنې سیاست سره هم په ټکر کې دي.ملګرو ملتونو په ځانګړي ډول د هغو ښځو او نجونو په اړه اندېښنه ښودلې چې ښایي بېرته هغو شرایطو ته اړې شي، چیرې چې د دوی اساسي حقونه له ګواښ سره مخ دي.په اعلامیه کې راغلي: «پاکستاني چارواکي باید تضمین ورکړي چې د افغان کډوالو ستنېدنه یواځې هغه وخت ترسره شي چې داوطلبي، خوندي او له درناوي ډکه وي.»دا ادارې د موقتي استوګنې د کارتونو د اعتبار د غځولو هرکلی هم کړی او له پاکستاني حکومت یې غوښتي چې هغه کسان چې نړیوالې ساتنې ته اړتیا لري، له جبري ایستلو څخه مستثنا کړي.ملګري ملتونه زیاتوي چې باید هغو افغانانو ته چې په پاکستان کې تر درملنې لاندې دي، زده‌کوونکي دي، یا له پاکستاني اتباعو سره یې واده کړی، د پاتې کېدو اجازه ورکړل شي.پاکستاني چارواکو منلې چې د “ناقانونه کډوالو د بېرته ستنولو پلان” له مخې، د کډوالي کارت لرونکي هم د ایستلو په پروسه کې شامل دي.په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو کمېشنرۍ راپور ورکړی چې په تېرو ورځو کې ګڼ افغان کډوال نیول شوي، چې ځینې یې د قانوني اسنادو لرونکي وو.ملګري ملتونه خبرداری ورکړی چې پراخه او بې‌ برخليکه ستنېدنه، کولی شي په افغانستان کې د بشري ناورین کچه نوره هم لوړه کړي او په سیمه کې د ټولنیز او اقتصادي ثبات لپاره خطر پېښ کړي.د دې ادارې په وینا، روان کال کې تر اوسه له دوو میلیونو زیات کسان بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې زیاتره یې د ایران له‌خوا ایستل شوي دي.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د شري د خپرېدو خطر زیات شوی دی
خبرونه

د ملګرو ملتونو سرمنشي: نږدې ۲۷۲ میلیونه ماشومان او ځوانان له زده کړې محروم دي

15 عقرب 1404

انتونیو ګوترش، د ملګرو ملتونو سرمنشي، ویلي چې نږدې ۲۷۲ میلیونه ماشومان او ځوانان په ټوله نړۍ کې له زده...

Read more

طالبان ۱۷ تنه په کابل کې په دورو ووهل

د کډوالو جبري ایستلو دوامنږدې ۱۵ زره کډوال په یوه ورځ له پاکستانه ایستل شوي

د امربالمعروف وزارت: ځینې بهرني بنسټونه د حجاب له لارښوونې وروسته تړل شوي

د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د شري د خپرېدو خطر زیات شوی دی

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

خبرنامه


  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In