د بیل ګېټس بنسټ اعلان کړی چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د ښځو د روغتیا په برخه کې د څېړنې او پراختیا لپاره ۲.۵ میلیارده ډالر پانګونه وکړي. دا ګام کولای شي د ښځو د روغتیا اړوند څېړنو کې موجوده لوی تش پوره کړي.د اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس د یوه تازه راپور له مخې، چې د چهارشنبې په ورځ، د اګست ۶مه خپور شوی، تېرو لسیزو کې د ښځو د روغتیایي ستونزو په برخه کې کافي طبي څېړنې نه دي ترسره شوي.روفونګ جوآن چنګ، چې د دې بنسټ د ښځو د روغتیا د برخې د نوښتونو مشره ده، وایي: «ډېری بیړني حالات چې د ښځو ژوند اغېزمنوي، لا هم کمه څېړنه پرې شوې، سم نه پېژندل کېږي او اکثره وخت له پامه غورځول کېږي.»دغه بنسټ د مککینزي شرکت د ۲۰۲۱م کال څېړنې ته هم اشاره کړې، چې ښيي له سرطان پرته، یوازې یو سلنه طبي څېړنې د ښځو روغتیا ته ځانګړې شوې دي.دا په داسې حال کې ده چې د ډونالد ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال، د امریکا لهخوا د نړیوالو روغتیایي پروګرامونو مرستې کمې شوې، او په پایله کې په افغانستان کې سلګونه روغتیايي مرکزونه تړل شوي. راپورونه ښيي چې شاوخوا ۴۰۰ روغتیايي مرکزونه، چې د ښځو د روغتیا په برخه کې فعال ول، د مالي مرستو د بندېدو له امله تړل شوي دي.بیل ګېټس بنسټ مخکې هم ویلي وو چې د دوی موخه د عامې روغتیا او ښوونې په برخو کې اوږدمهاله پانګونه ده.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

