ریچارد بېنټ، د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې، له پاکستانه د زرګونو افغان کډوال د جبري ایستلو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دا ګام کولی شي د تعقیب او تاوتریخوالي له خطر سره مل وي. بېنټ د ایکس ټولنیزې شبکې له لارې په یوه پیغام کې لیکلي، د افغان پناه غوښتونکو جبري بېرته استول، د «جبري ایستلو بندیز اصل» (non-refoulement) ښکاره نقض دی او دا کار ممکن جدي بشري پایلې ولري.په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) هم په یوه راپور کې ویلي چې د پناه غوشتو ډلهییز او بېړنی بېرته ستنول، هغوی له لا زیاتو خطرونو سره مخ کوي، د هغوی د ساتنې اړتیاوې زیاتوي او په سیمه کې د لا ډېرې بېثباتۍ لامل ګرځي.ملګرو ملتونو څو ځله ټینګار کړی چې افغانستان دا مهال د پناهکوونکو د رضاکارانه، باعزته او خوندي ستنېدو لپاره مناسب شرایط نهلري.د رسمي شمېرو له مخې، میلیونونه افغانان دا مهال په پاکستان کې ژوند کوي، چې ډېری یې قانوني اسناد نهلري او د جبري ایستلو له ګواښ سره مخ دي.دا خبرداری په داسې حال کې مطرح شوی چې له تېر کال راهیسې له پاکستانه د افغان مهاجرو د ایستلو لړۍ په چټکۍ سره روانه ده، او د راپورونو له مخې، زرګونه کورنۍ په بحراني او بېسرپناه حالت کې افغانستان ته ستنې شوي دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

