د رسنیو د فعالیتونو د ځپلو په دوام، ځایي سرچینې راپور ورکوي چې د دایکنډي ولایت کې د نسیم محلي راډیو درې تنه غړي بېرته نیول شوي دي.د دې رسنۍ د خپرو شویو معلوماتو له مخې، سلطان علي جوادي، چې د نسیم راډیو مسوول مدیر دی، له دوو نورو خبریالانو، سیفالله رضایي او مجتبی قاسمي سره، د چهارشنبې په مازدیګر (۱۵ د زمري) د طالبانو د استخباراتو لهخوا د نیلي ښار کې نیول شوي دي.د نسیم راډیو پر فیسبوکپاڼه خپره شوې اعلامیه وایي، د طالبانو استخباراتو د نیولو پر مهال د دې رسنۍ خپرنیز کمپیوتر هم له ځان سره وړي دی. تر اوسه د طالبانو کوم رسمي ارګان د دغو کسانو د نیولو علت نهدی څرګند کړی.دا په داسې حال کې ده چې جوادي مخکې هم د بهرنیو رسنیو سره د همکارۍ په تور د طالبانو لهخوا یو کال بند ته محکوم شوی و، او د دې محلي راډیو فعالیت هم څو میاشتې بند شوی و.راډیو نسیم دا مهال په بامیان او دایکنډي ولایتونو کې خپرونې لري، او له هغو لږو رسنیو څخه ده چې د فشارونو سره سره، لا هم د هېواد په مرکزي سیمو کې خپرونې کوي.په وروستیو میاشتو کې، په بېلابېلو ولایتونو کې د خبریالانو د نیولو پېښې زیاتې شوې دي، چې لږ تر لږه اووه تنه د طالبانو لهخوا نیول شوي دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

