طالبانو د دایکنډي ولایت د نسیم راډیو خپرونې بندې کړې دي.سرچینې د “روای زن” رسنۍ ته ویلي چې د دوو خبریالانو او یو رسنیز کارکوونکي تر نیولو وروسته، نن پنجشنبه (۱۶ د زمري) سهار طالبانو د نسیم راډیو دروازه قفل کړې او خبریالانو او تخنیکي کارکوونکو ته یې د ننوتلو اجازه نه ده ورکړې.د سرچینې په وینا، د راډیو نشرات له همدې سهار راهیسې بند شوي، او یو شمېر خبریالان او کارکوونکي د طالبانو لهخوا څو ساعته د راډیو په محوطه کې په زوره درول شوي دي.سرچینه د دې راډیو د نورو کارکوونکو د نیول کېدو په اړه هم اندېښنه لري او له خبریالانو ملاتړو او د بشري حقونو بنسټونو یې غوښتي چې له دې کارکوونکو ملاتړ وکړي او پر طالبانو فشار راوړي، څو دا غیرقانوني نیونې بندې شي.دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (AMSO) ویلي، په تېرو څو ورځو کې لږ تر لږه ۱۰ خبریالان او رسنیز کارکوونکي د مبهمو تورونو له امله نیول شوي او ځینې خبریالان د نیول کېدو له وېرې ګاونډیو هېوادونو ته تښتېدلي دي.یاده دې وي چې پرون هم د نسیم راډیو مدیر مسوول، سلطان علي جوادي، او خبریالان سیفالله رضایي او مجتبی قاسمي د طالبانو استخباراتو لهخوا نیول شوي او تر اوسه بندي دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

