د بېسرحده خبریالانو سازمان په خپل تازه بیان کې د طالبانو له خوا د خبریالانو او د رسنیو د فعالانو نیول په کلکه غندلي او د ټولو نیول شویو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.یاد سازمان وایي چې دغه نیونې پرته له هر ډول منلو وړ دلیل او په خپله سري توګه ترسره شوې دي.د راپور له مخې، طالبانو یو شمېر خبریالان پر دې تورن کړي چې د ښځو لپاره د خبریالۍ د روزنې کورسونه جوړوي، له بهرنیو سرچینو سره همکاري کوي او د مخالفو رسنیو لپاره محرم معلومات لېږي.همدارنګه، طالبانو هغه ویډیوګانې خپرې کړې چې په کې نیول شوي کسان د فشار لاندې په اجباري توګه اعترافونه کوي، څو د خپلواکو رسنیو غږ چوپ کړي.بېسرحده خبریالانو ټینګار کړی چې دغه کړنې د بشري حقونو او د وینا د آزادۍ ښکاره نقض دی او غوښتنه یې کړې چې طالبان باید ژر تر ژره دا کسان خوشې او د دوی د کار وسایل بېرته ورکړي.دغه سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د دې ځپونکو کړنو پر وړاندې جدي غبرګون وښيي او د خبریالانو له حقونو ملاتړ وکړي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

