راوی زن پشتو
چهارشنبه 24 جدی 1404
فارسی
EN
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

د افغانستان د ښځو د تاریخ د بدلون غورځنګ: د زمري ۱۵ مه د تیارو او ځپنې د نوې مرحلې پیل ګڼل شوی

18 اسد 1404
د بې‌سرحده خبریالانو سازمان: طالبان دې ژر تر ژره نیول شوي خبریالان خوشې کړي

د افغانستان د ښځو د تاریخ د بدلون غورځنګ د زمري د ۱۵ مې د کلیزې په مناسبت په خپره شوې اعلامیه کې یادې نېټې ته د جمهوریت د سقوط او د «تیارو، ځپنې او د بشري حقونو د پراخ نقض» د نوې مرحلې د پیل په توګه اشاره کړې ده.په اعلامیه کې راغلي چې له دې نېټې وروسته افغانستان د «آزادۍ، انساني کرامت او د میلیونو وګړو په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو او قومي او مذهبي لږکیو د بنسټیزو حقونو د ارام قبرستان» په بڼه بدل شوی دی.د دې غورځنګ په وینا، ښځې د زده کړو، کار، سیاسي او ټولنیز ګډون له حق څخه بې‌برخې شوي دي او دغه کړنې د نړیوالو معتبرو اسنادو لکه د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې، د ښځو د له تبعیضه د خلاصون کنوانسیون او د ملکي او سیاسي حقونو نړیوال میثاق سره په ټکر کې دي.یاد غورځنګ د وینا د آزادۍ ځپل، د مدني فعالانو نیول او شکنجه، پر لږکیو فشار او د شریعت د افراطي تفسیر پر بنسټ د توپیریزو قوانینو تپول «د بشریت پر وړاندې د جنایت څرګندې بېلګې» بللې دي او نړیواله ټولنه یې د بې‌ پروايۍ او چوپتیا په تور یاده کړې ده.دغه غورځنګ په اوو مواردو کې خپلې مشخصې غوښتنې وړاندې کړي چې پکې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانیستل، د ښځو بېرته کاري ډګر ته ستنېدل، د طالبانو پر مشرانو موخه ییزو بندیزونه، د بشري حقونو د ځانګړو راپور ورکونکو لېږل، د طالبانو بې‌ وسلې کول، د پراخ شمول لیږد حکومت جوړول او د نړیوالې ټولنې له لوري د افغانستان له ولس سره د افراطیت پر وړاندې ملاتړ شامل دي.په پای کې په اعلامیه کې ویل شوي: «چوپتیا د ظلم پر وړاندې، له ظالم سره همکاري ده. تاریخ به دا چوپتیا هېره نه کړي.»یاده دې وي چې د ۲۰۲۱ کال د زمري په ۱۵ مه نېټه طالبان پرته له جدي مقاومت څخه کابل ته ننوتل او د افغانستان جمهوري نظام ونړېد. د پخواني دولت له سقوط وروسته، اشرف غني، هغه مهال د هېواد ولسمشر، هېواد پرېښود او واک د طالبانو لاس ته ولوېد.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

خبرنامه


  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In