د افغانستان د ښځو د سیاسي ګډون غورځنګ د کابل د سقوط او د طالبانو د واکمنۍ د څلورمې کلیزې په مناسبت د «د ازادۍ په نوم» تر سرلیک لاندې اعلامیه خپره کړې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې دغه ډله په رسمیت و نه پېژني او د طالبانو مشران تر بندیز او نړیوالې قانوني تعقیب لاندې راولي.په اعلامیه کې د ۲۰۲۱ کال د زمري ۲۴مه نېټه (۱۵ اګست) «د افغانستان په تاریخ کې یوه توره او شومه ورځ» بلل شوې ده؛ دا ورځ چې د دې غورځنګ په وینا «نړیوالې ټولنې په بېپروايۍ د افغانستان د ۳۶ میلیونه وګړو برخلیک یوې ترهګریزې ډلې ته وسپاره» او «د جهل او افراطګرۍ تیاره پر هېواد خپره شوه».اعلامیه زیاتوي چې په تېرو څلورو کلونو کې افغانستان د «ظلم، وېرې، بیوزلي، جبري کډوالۍ، وژنو، بند، زورزیاتي، تېري، سپکاوي او بېعدالتۍ» شاهد پاتې شوی دی.د دې تر څنګ، د افغانستان ښځې په سیستماتیک ډول له ټولنیزو، سیاسي او ښونيز ډګرونو څخه حذف شوې دي او څرګندې «ښځو ضد او د جنسیتي توپیر پر بنسټ د اپارتاید» تګلارې او فرمانونه پرې تپل شوي دي.غورځنګ نړیواله ټولنه تورنه کړې چې د افغان ولس د ملاتړ پر ځای هڅه کوي له طالبانو سره اړیکې عادي کړي، چې دا کار یې «د افغانستان د ولس پر عزت، امنیت او ازادۍ معامله» بللې ده.په اعلامیه کې ټینګار شوی:د طالبانو جنایت باید د «جنسیتي اپارتاید» په توګه په رسمیت وپېژندل شي.د طالبانو مشران باید تر بندیز او نړیوال قانوني تعقیب لاندې راشي.نړیواله ټولنه باید دغه ډله په رسمیت و نه پېژني او ورسره همکاري و نه کړي.ملګري ملتونه او نړیوالې ادارې باید د افغانستان د ولس ترڅنګ ودرېږي، نه د بشري حقونو د ناقضانو ترڅنګ.یاده دې وي چې د ۲۰۲۱ کال د زمري په ۲۴مه نېټه طالبان پرته له جدي مقاومت څخه کابل ته ننوتل او د افغانستان جمهوري نظام نسکور شو. د پخواني دولت له نسکورېدو وروسته، اشرف غني، هغه مهال د هېواد ولسمشر، هېواد پرېښود او واک د طالبانو لاس ته ولوېد.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

