د افغانستان د مقتدرو ښځو غورځنګ په ایران کې، د اګست د پنځلسمې د کلیزې او د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ د غندلو په موخه، یوه اعلامیه خپره کړه او دغه ورځ یې د افغانستان د ولس په ګډو خاطرو کې «تیاره او دردناکه» یاده کړه.په اعلامیه کې راغلي چې څلور کاله وړاندې، د جمهوریت د نظام له سقوط او د طالبانو له بیا واکمنېدو سره، هېواد د خپل تاریخ یوې له تر ټولو تیارو دورو سره مخ شو؛ داسې دورې چې په کې د ښځو او نجونو اساسي حقونه په سیسټماتیک ډول تر پښو لاندې شول او میلیونونه نجونې له زده کړو، کار، ټولنیز حضور او حتی له ازاد سفر کولو بېبرخې شوې.غورځنګ زیاته کړې چې رسنۍ د سخت سانسور او فشار لاندې دي، مدني فعالان یا چوپ پاتې دي او یا مجبوره شوي چې هېواد پرېږدي، لږکي له تبعیض او ځورونې سره مخ دي او فردي او ټولیزې آزادۍ په بشپړ ځپنې کې ژوند کوي.په ورته وخت کې، اقتصادي سقوط او د بیوزلي پراختیا د خلکو لویه برخه له بحراني حالت سره مخ کړې ده.دغه غورځنګ پنځه اساسي غوښتنې وړاندې کړې دي:۱. د اګست پنځلسمه باید د مقاومت او د انصاف غوښتنې ورځ وپېژندل شي، نه د هېرېدنې ورځ.۲. د طالبانو واکمني نامشروع، ښځه ځپنې او د بشري حقونو ښکاره ناقضه ده.۳. نړیواله ټولنه باید دغه ډله په رسمیت ونه پېژني.۴. د ښځو، د بشري حقونو د فعالانو، خبریالانو او زیان منونکو لږکیو عاجل ملاتړ ضروري دی.۵. ټول سیاسي او مدني ځواکونه باید د یو دموکراتیک او عادلانه راتلونکي لپاره په ګډه مبارزه وکړي.غورځنګ په پای کې ټینګار کړی چې «زموږ غږ به چوپ نه شي او زموږ مبارزه به روانه وي» او د «ډوډۍ، کار، آزادي» شعار یې د خپل اصلي پیغام په توګه بیا تکرار کړی دی.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

