د ښځو د آزادۍ پر لور غورځنګ د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سقوط څلورمه کاليزه په مناسبت په خپره شوې پرېکړه لیک کې د زمري ۲۴مه «د ودرېدنې، عدالت غوښتنې او نړیوالې ژمنتیا ورځ» بللې او د طالبانو په اړه د نړیوالو تګلارو د سمدستي بدلون غوښتنه یې کړې ده.په پرېکړهلیک کې ویل شوي چې د جمهوریت سقوط د افغانستان د معاصر تاریخ له ترخو ورځو څخه ده؛ هغه ورځ چې له طالبانو سره د وېرې، توپیر او تیارو سیوری د میلیونونو افغانانو پر برخلیک خپور شو. د غورځنګ په وینا، له بیا واکمنېدو وروسته طالبان د بشري حقونو پراخ او منظم سرغړونې کړي او ښځې، قومي او مذهبي لږکۍ، مدني فعالان، خبریالان او ځوان نسل یې یا چوپ کړي او یا یې له بند، جلاوطنۍ او مرګ سره مخ کړي دي.پرېکړهلیک زیاتوي چې افغانستان یوازینی هېواد دی چې نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د زدهکړې اجازه نه ورکوي او دا وضعیت د جنسیتي توپیر څرګند بیلګی دی. همدارنګه هزارهګان او د تشیع پلویان د مرګونو بریدونو، جبري کډو او د ملکیتونو د غصب موخه ګرځېدلي دي.غورځنګ خپلې شپږ اساسي غوښتنې داسې بیان کړي دي:۱. د نړیوالې تګلارې سمدستي بدلون او د طالبانو له عادي کېدو مخنیوی.۲. پر طالبانو د ښځو او لږکیو د حقونو د خوندیتوب لپاره ډيپلوماتیک فشار.۳. د ټولګډونه سیاسي بهیر پیل او د ولس د منتخب مشروع حکومت جوړول.۴. د لږکیو پر وړاندې د جنایتونو نړیوال تحقیق او عاملینو ته سزا ورکول.۵. د بشري حقونو له فعالانو او د سیاسي ځپنې له قربانیانو اغېزمن ملاتړ.۶. د طالبانو له نړیوالې پېژندنې محرومول او د دوی جنایي دوسیې نړیوالې محکمې ته سپارل.غورځنګ ټینګار کړی چې د افغانستان پر اوسني وضعیت د نړۍ چوپتیا د بشري حقونو له نړیوالو اصولو سره بېپروايي ده او یادونه کړې چې د زمري ۲۴مه یوازې د سقوط ورځ نه، بلکې د ودریدنې او د عدالت غوښتنې ورځ هم ده.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

