د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت دفتر (یوناما) وایي چې د بدخشان ولایت په وروستیو اعتراضونو کې، د طالبانو ځواکونو لږ تر لږه ۱۰ کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.دغه راپور چې د یکشنبې، د زمري په ۱۹مه خپور شو، د ۲۰۲۴ کال د مې او جون میاشتو پېښې څېړي او د کوکنارو د کښت د لهمنځه وړلو پر ضد د اعتراض کوونکو پر وړاندې د طالبانو د بېځایه نیونو، بد چلند او ډزو یادونه په کې شوې ده.یوناما موندلي چې د مې په ۵مه نېټه، په ارګو ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۰ بزګران د کوکنارو د له منځه وړلو پر ضد د اعتراض وروسته د طالبانو له خوا ونیول شول او یو شمېر یې وهل شوي دي.د مې په ۲۵مه، په جرم ولسوالۍ کې د طالبانو ځواکونو پر یوه اعتراضي غونډه ډزې وکړې چې په پایله کې یو سړی ووژل شو او شپږ نور ټپیان شول.د جون په ۱۹مه، په خاش ولسوالۍ کې هم طالبانو پر اعتراض کوونکو ډزې وکړې او ځینې یې ووهل.خو تر ټولو خونړۍ پېښه د جون په ۳۰مه شوې؛ کله چې په خاش ولسوالۍ کې د طالبانو ډزو لږ تر لږه اته سړي ووژل او ۲۲ نور، چې ۲۱ نارینه او یوه نجلۍ وه، ټپیان شو.یوناما وايي چې یوه ورځ وروسته، طالبانو د دغو پېښو د قربانیانو د جنازې پر مراسمو هم ډزې وکړې چې په پایله کې یې یو کس ووژل شو او لږ تر لږه ۱۲ نور ټپیان شو.محمد ایوب خالد، د طالبانو د بدخشان والي، د جولای په لومړۍ نېټه له بي بي سي سره په مرکه کې د خاش پېښه تائید کړه، خو وویل چې طالبان د اوبو پاشلو یا اوښکو بهوونکي ګاز په شان وسایل نه درلودل او د خلکو د خپرولو لپاره یې له وسلې کار واخیست. هغه دقیق شمیرې ورنه کړې او ادعا یې وکړه چې کېدای شي ځینې کسان تر پښو لاندې شوي وي یا له کورونو پر اعتراض کوونکو ډزې شوې وي.طالبانو مخکې هم د مې په میاشت کې، په خاش، درایم او ارګو ولسوالیو کې ورته اعتراضونه په ډزو ځپلي وو. هغوی ویلي وو چې د پېښو د څېړلو لپاره یې یوه کمېټه ټاکلې، خو تر اوسه یې کومه پایله یې نه ده اعلان کړې.یوناما ټینګار کړی چې طالبان تر اوسه د دې راپور په اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

