یونیسف په خپل تازه راپور کې ټینګار کړی چې په روان میلادي کال کې له ایران، پاکستان او منځنۍ آسیا څخه له دوه میلیونو څخه ډېر افغانان بیرته هېواد ته ستنېږي، او د دې راستنېدنو د ښه مدیریت لپاره منظم، خوندي او انساني چلند ته اړتیا ده.تد چایبان، د یونیسف د بشردوستانه چارو او تدارکاتو مرستیال، چې څلورم ځل یې افغانستان ته سفر کړی، د محلي چارواکو، نړیوالو بنسټونو، مدني ټولنې او راستنېدونکو کورنیو سره په اسلامقلعه، هرات او کندز کې کتنې وکړې. هغه وویل: «د افغانانو پراخ بیرته راستنېدل د دوی د خپلې خاورې سره ژور تړاو ښيي، خو د حیاتي خدماتو، په ځانګړي ډول د نجونو زدهکړو او بېسرپرسته ماشومانو د ملاتړ په اړه اندېښنې شته.»هغه زیاته کړه: «ډېرې کورنۍ له هیله سره هېواد ته راګرځي، خو ویره لري چې نجونو ته به له شپږم ټولګي پورته زدهکړې اجازه ورنه کړل شي؛ دا موضوع د میلیونونو نجونو ژوند، راتلونکې او د ښځو ټولنیز رول ته زیان رسوي.»چایبان د نجونو د زدهکړو جدي ستونزې یادې کړې او وویل چې اوسني سیاستونه نجونو ته له شپږم ټولګي پورته زدهکړې اجازه نه ورکوي، چې دا د هېواد پرمختګ لپاره لویه خنډ دی.هغه په کندز کې د چټکې زدهکړې له مرکز څخه لیدنه وکړه او له یوې ځوانې ښوونکې سره یې ولیده چې مجبوره شوې وه د طب زدهکړې پرېږدي؛ هغه ټینګار وکړ چې په ځانګړي ډول په محرومو سیمو کې د ښځینه متخصصینو کمښت پراخې اغېزې لري.یونیسف د ایران او پاکستان د کوربه هېوادونو له همکاریو مننه وکړه، خو پر دې هم ټینګار یې وکړ چې د بېسرپرسته او جدا شویو ماشومانو لپاره زیات ملاتړ ته اړتیا ده. تر جولای میاشتې پورې، یونیسف له ۶۰۰۰ څخه ډېر بېسرپرسته ماشومان پېژندلي او کورنیو سره یې وصل کړي دي.یونیسف د ایران، پاکستان او افغانستان ترمنځ د درې اړخیزو خبرو اترو غوښتنه کړې ترڅو د راستنېدنو بهیر په څو پړاوونو کې پلان شي او راستنېدونکو ته دوامداره ملاتړ برابر شي، څو د راستنېدنې، لیږد او بیا رغونې پروسه په خوندي، په درنښت او رضاکاره توګه ترسره شي.تد چایبان ټینګار وکړ: «د ماشومانو او کورنیو، په ځانګړي ډول د ښځو او زیانمنو ماشومانو د ساتنې لپاره پراخه همکارۍ او د مالي سرچینو زیاتوالي ته اړتیا ده، تر څو په راستنېدونکو سیمو کې ښوونيز، روغتیايي او حمایوي خدمات په دوامداره توګه وړاندې شي.»
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

