د رسنیو د ملاتړ سازمان نن د یکشنبې په ورځ، د اسد ۱۹مه، ۱۴۰۴، اعلان وکړ چې یو نوی کمپاین یې پیل کړی ترڅو د هغو افغان خبریالانو ملاتړ وکړي چې په ایران او پاکستان کې د جبري شړلو له خطر سره مخ دي.د دې سازمان په وینا، د کمپاین موخه د خبریالانو د جبري ستنولو مخنیوی، د نړیوالو او عامه افکارو پام راجلبول، او د هغوی د خوندي هېوادونو ته د لېږد بهیر ګړندی کول دي.په دې لړ کې له د ټولنیزو شبکو کاروونکو غوښتنه شوې چې د «نه د خبریالانو ایستلو ته له پاکستان او ایران»، «د خبریالانو خوندي هېوادونو ته د لېږد بهیر ګړندی کړئ» او «خبریال اوسېدل جرم نه دی» په څېر هشټاګونو کارولو سره د خپل ملاتړ غږ پورته کړي.د رسنیو د ملاتړ سازمان مخکې هم له ایران او پاکستان حکومتونو غوښتي وو چې د افغان خبریالانو د ایستلو بهیر ودروي. په هغې خبرپاڼه کې د ویزو نه تمدید، د رسمي لیکونو بېاعتباري، امنیتي او اقتصادي فشارونه، او حقوقي ستونزې د خبریالانو د کار او ژوند د اساسي خنډونو په توګه یاد شوي وو.سازمان وړاندیز کړی چې د وضعیت د ښهوالي لپاره باید د مدافع وکیلانو ګمارل، د ملاتړ صندوق جوړول، د بااعتباره پېژندپاڼو ورکول، او د خبریالانو لپاره د روزنیزو کورسونو برابرول عملي شي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

