د غور د پسابند ولسوالۍ باوري سرچینې وايي، د یکشنبې په ماسپښین، د زمري په ۱۹مه، طالبانو د سینی کلي یو ملکي اوسېدونکی په ډزو وژلی دی.سرچینې زیاتوي چې وژل شوی کس عبدالله نومېږي او د پسابند د سنگان په غرونو کې د «یامه» بوټي د ټولولو پر مهال د طالبانو د دې ولسوالۍ د حوزې آمر مولوي کرامت کسانو لخوا په نښه او وژل شوی دی.راوی زن رسنۍ ته استول شوې ویډیو ښيي چې دغه ملکي کس په مستقیم ډول د طالبانو د ډزو موخه ګرځېدلې او سمدستي مړ شوی دی.په وروستیو کلونو کې د غور شاوخوا اوسېدونکي د بیوزلي له امله غرونو ته ځي څو د پلور لپاره غرني بوټي ټول کړي، خو په تېرو دوو کلونو کې طالبانو د «یامه» بوټي ټولول د خلکو لپاره بند کړي او دا بوټی یوازې خپله ټولوي او له پروسس وروسته یې قاچاقوي.د ځايي سرچینو په وینا، په غور کې څو د نشهيي توکو فابریکې فعالې دي چې له «یامه» څخه د شیشې په تولید کې کار اخلي، او دا نشهيي توکو د طالبانو په ملاتړ قاچاقچیان کور دننه او بهر ته لېږدوي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

