نړیوالې ادارې خبرداری ورکوي چې د ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان ماشومانو پرلهپسې بیرته راستنېدل په اندیښمنونکي ډول روان دي.د ماشومانو د ملاتړ ادارې د تازه راپور پر اساس، په اوسط ډول هر نیمه دقیقه یو ماشوم له ایران یا پاکستان څخه افغانستان ته را استول کېږي.دغه راپور چې د دوشنبې په ورځ، د زمري ۲۰مه خپور شوی، ښيي چې په روان کال کې له ۸۰۰ زره څخه ډېر ماشومان هېواد ته ستانه شوي چې نږدې درې څلورمه برخه یې له ایران څخه ایستل شوي دي.همدارنګه زرګونه ماشومان بې سرپرسته او بې ملګري د راستنېدونکو په منځ کې دي. مرستندویه ادارې ټینګار کوي چې د دغو ماشومانو حالت ډېر اندېښمنونکی دی او شمېرې ښيي چې په افغانستان کې یو پنځم ماشومان د خوارځواکي له ستونزې رنځ وړي.د ماشومانو د ملاتړ اداره وايي چې یوازې له مارچ میاشتې راهیسې تر دې دمه، له ۱۵۰ زره زیات راستنېدونکي ماشومان د مرستندویه پروګرامونو لاندې راغلي دي.په ورته وخت کې د یونیسف اجرائیوي مرستیال د ماشومانو د بشري اصولو او کرامت په پام کې نیولو سره د هغوی د راستنېدنې اړتیا ټینګه کړې ده.یاده دې وي چې د ایران او پاکستان په سیاسي او اقتصادي فشارونو کې د زیاتوالي له امله، د افغان کډوالو، په ځانګړې توګه د ماشومانو ایستل چټک شوی دی.دغه وضعیت په داسې حال کې دی چې افغانستان له بشري بحرانونو، پراخې بېکارۍ او د خوړو له کمښت سره مخامخ دی.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

