د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرچینې وايي چې د بلخ ولایت په یوه سیمه کې یې یو کس د «مقدساتو سپکاوي» په تور نیولی دی.سیفالاسلام خیبر، د دغه وزارت ویاند، نن دوشنبه (د زمري ۲۰مه) ویلي چې یاد کس وروسته له دې ونیول شو چې د محتسبو له خوا وڅارل شو او پېژندل شو.عبیدالله حقاني، د بلخ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مشر، وایي دا نیونه د هغه د «توحید» او «غزوه احد» په اړه د عامې ټولنې په یوه ځای کې د څرګندونو له امله شوې ده.خو وزارت تر اوسه نه دی څرګند کړی چې دا کس اوس په کوم ځای کې بندي دی او د هغه وضعیت څنګه دی.په تېرو څو میاشتو کې دغه وزارت ویلي چې د ټولنیزو شبکو څارنه یې زیاته کړې او د ځوانانو د فکري او عقیدتي تورونو پر اساس نیونې زیاتې شوې دي.څو ورځې مخکې هم د دې وزارت لخوا شپږ زده کوونکي د «فکري انحراف» په تور نیول شوي وو.یاده دې وي چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په دې وروستیو کې د خلکو د فعالیتونو څارنه په انلاین فضا او عامه ځایونو کې زیاته کړې ده.دغه وزارت څو ځله ځوانان او زده کوونکي د «فکري انحراف» او «مقدساتو سپکاوي» په تور نیولي چې د بشري حقونو د سازمانونو سختې نیوکې یې راپارولي دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

