راوی زن پشتو
سه‌شنبه 21 دلو 1404
فارسی
EN
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

د دایکنډي او بامیانو په ولایتونو کې د «نسیم» راډیو خپرونې د ۱۳ کلونو فعالیت وروسته بندېږي

21 اسد 1404
د طالبانو له‌خوا په دایکنډي کې د نسیم راډیو درې تنه کارکوونکي بېرته ونیول شول

د خبریالانو او د «نسیم» راډیو د کارکوونکو د پرله‌پسې نیولو او پر دې رسنۍ د سختو بندیزونو له امله، چارواکو یې پرېکړه کړې چې له ۱۳ کلونو فعالیت وروسته په دایکنډي او بامیانو کې خپرونې ودروي.«نسیم» راډیو په خپله فېسبوک پاڼه کې په یوه خپره شوې اعلامیه کې د دې پرېکړې دلیل «د زمانې بې‌رحمي چې کله کله غږونه نه شي زغملای» یاد کړی او خپلو اورېدونکو ته یې ویلي دي:«دیارلس کاله د هیلې، مینې، پوهاوي او ژوند غږ وو. د دایکنډي او بامیانو له غرو، کوڅو او کلیو، د دردونو او خوښیو له منځه له تاسې سره وو. واورېدلو، مو ویل، مو ژړل او وخندل، خو نن په یوه د غم ډک زړه باید ووایو: نور نه شو کولای دوام ورکړو.»په اعلامیه کې زیاته شوې چې که شرایط ښه شي، بیا به خپرونې پیل کړي، خو دا چې دا ښه والی به کله او څنګه راشي، وخت به یې روښانه کړي.«نسیم» راډیو په تېرو ۱۳ کلونو کې په دواړو ولایتونو کې زیاتره سیاسي، کلتوري، ټولنیز او تفریحي پروګرامونه جوړول او خپرول.له دې وړاندې هم د دې راډیو مسوولین او خبریالان څو ځله د بې‌ اساسه تورونو او بېلابېلو پلمو له مخې د طالبانو لخوا نیول او بندیان شوي دي. په تازه پېښه کې، تېره اوونۍ د استخباراتو ادارې د دې راډیو مسؤول مدیر سلطان‌علي جوادي او خبریالان سیف‌الله رضایي او مجتبی قاسمي ونیول او وروسته یې آزاد کړل.په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې ازادې رسنۍ تل د سانسور او سختو بندیزونو سره مخ وې او ګڼ شمېر یې اړ شوي چې خپرونې ودروي.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

خبرنامه


  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In