د ځوانانو د نړيوالې ورځې په مناسبت، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې په هرات ولایت کې یې د ۲۰۰ له زده کړو محرومو نجونو لپاره د ګنډلو او غالۍ اوبدلو ځانګړی د مهارتونو د زده کړې پروګرام پیل کړی دی.د یونیسف په وینا، د دغو نجونو عمرونه له ۱۵ تر ۲۵ کلونو پورې دي او د شپږو مياشتو لپاره به ځانګړې مسلکي روزنې ترلاسه کړي، څو د همدې لارې اقتصادي خپلواکي ترلاسه او خپلو کورنیو ته مالي مرسته وکړي.یاد پروګرام د جاپان هېواد په مالي او تخنیکي ملاتړ ترسره کېږي او موخه یې د نجونو د زیانمنې کچې راکمول په اوسنیو ستونزمنو شرایطو کې ده. له هغه وخت راهیسې چې د طالبانو لخوا د نجونو پر زده کړو بندیز ولګېد، په ټول افغانستان کې تر یو میلیون زیاتې نجونې له ښوونځي تلو بېبرخې شوې دي.د ځوانانو نړيواله ورځ هر کال د اګست پر ۱۲ نېټه لمانځل کېږي او سږ کال په داسې حال کې را رسېږي چې د خلکو په باور د افغانستان ځوان نسل له ګڼو ننګونو سره، لکه د زده کړو بندیزونو، بېکاري او د کار د فرصتونو نشتوالی، مخ دی.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

