د طالبانو د واک ته رسېدو د څلورمې کلیزې په درشل کې، د «د ښځو د آزادۍ پر لور» غورځنګ غړو په جلا ـ جلا لنډو ویډیوګانو کې د افغانستان د ښځو پر اوسني وضعیت خپل غبرګونونه څرګند کړي دي.هغوی په ټینګار سره ویلي: «۱۵ اګست زموږ د تاریخ توره ورځ ده. څلور کاله کېږي چې طالبانو زموږ د ښځو او نجونو له لاسه ازادي، زدهکړې او هیله اخیستې ده. نن موږ خپل د اعتراض غږ نړۍ ته رسوو او د عاجلو ګامونو غوښتنه کوو.»د دې غورځنګ غوښتنې په لاندې ټکو کې راټولېږي:۱. په افغانستان کې د جنسیتي آپارتاید د پېژندلو رسمي کول۲. د ښځو پر زدهکړو، کار او ټولنیز حضور د طالبانو ټول بندیزونه د نړيوالو معیارونو پر بنسټ لغوه کول۳. د ښځینه فعالانو د نیولو، زورزیاتي او ځورونې پای ته رسول۴. د بشري حقونو د رعایت لپاره د نړيوالې ټولنې عملي ملاتړ او سیاسي فشار۵. له افغان ولس سره د نړيوالې ټولنې معنادار ملاتړ څو د خپلې ارادې او رایې له لارې خپل مشران وټاکيد ښځو د آزادۍ پر لور غورځنګ غړو ټینګار کړی: «موږ د افغانستان ښځې چوپتیا نه منو او نړۍ باید د زموږ د ځپلو پر وړاندې بېپروا پاتې نه شي. ازادي زموږ حق دی او موږ به یې بېرته اخلو.»
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

