د افغانستان د کډوالو د بېرته ستنولو په دوام کې، د دوشنبې په ورځ د اسد په ۲۰مه، ۹۵۱ کورنۍ له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوې دي.د باختر دولتي خبري آژانس د راپور له مخې، له دې ډلې ۶۷۷ کورنۍ د هرات له اسلامقلعه او ۱۳۳ کورنۍ د نیمروز له پُل ابریشم له لارې له ایران څخه هېواد ته داخلې شوې دي. همدارنګه، ۶۰ کورنۍ د ننګرهار له تورخم او ۷۰ نورې د کندهار له سپین بولدک له لارې له پاکستانه بېرته راستنې شوې دي.په وروستیو اوونیو کې له ایران څخه د کډوالو د بېرته ستنولو کچه لږه راکمه شوې ده. د ایران د کورنیو چارو وزیر وايي، تر اوسه له یو میلیون او ۱۰۰ زرو ډېر بې اسناد افغان کډوال له دغه هېواده شړل شوي دي. د رسمي شمېرنو له مخې، شاوخوا څلور میلیونه بې اسناد افغان کډوال په ایران کې اوسېږي.د ایران او اسرائیلو ترمنځ د ترینګلتیا له زیاتېدو سره، له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ګړندی شوی دی. په ورته وخت کې، پاکستان د له یو میلیون ډېر افغان کډوالو د استوګنې د مودې غځول بند کړي، چې د دغو کسانو د احتمالي ایستلو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.د کډوالو نړیوال سازمان راپور ورکړی چې په تېرو دوو کلونو کې شاوخوا څلور میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

