د جمهوري نظام د نسکورېدو د څلورمې کليزې په درشل کې، د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان په یوه راپور کې خبرداری ورکړی چې له هغه وروسته چې طالبان بېرته واک ته ورسېدل، د وینا ازادي سخت محدوده شوې او د رسنیو کاري فضا په بېساري ډول بنده شوې ده.دغه سازمان د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵مه نېټه «په هېواد کې د رسنیو په تاریخ کې یو تور پړاو» بللی او ویلي یې دي چې د دې سیاسي بدلون په پایله کې، سلګونه خبریالان له کاره پاتې شوي، ګڼې رسنۍ تړل شوې او ازاد لاسرسی معلوماتو ته نږدې ناممکن شوی دی.په راپور کې راغلي چې طالبان د خپلې واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې د سختو مقرراتو او پراخ سانسور له لارې د ګڼو رسنیو فعالیت بند کړ او ډېر شمېر خبریالان، په ځانګړي ډول ښځې، له کاره لرې کړې.همدارنګه په یو شمېر ولایتونو کې رسنۍ له خپلواکه فعالیت محرومې شوې او له ګواښ، نیونې او امنیتي فشارونو سره مخ شوې.د دې سازمان د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۱ کال د اګست څخه تر ۲۰۲۵ کال د جولای پورې لږ تر لږه ۵۳۹ پېښې د خبریالانو پر وړاندې ثبت شوې دي چې په کې: ۲ وژل شوي، ۲۰ ټپیان، ۲۵۳ نیول شوي، ۷۹ ګواښل شوي، ۵۱ د وهلو او ډبولو پېښې، ۵۳ د ناسم چلند پېښې، ۵۹ د ناقانونه چلند پېښې، ۵ تښتونې، ۲ د وژنې هڅې، ۱۰ احضار، ۱ تعقیب یا څارنه او ۴ غلاوې شامل دي. له دې ټولو قربانیانو څخه ۴۸۷ نارینه او ۵۲ ښځې دي.دغه سازمان ویلي چې له طالبانو وروسته ګڼ شمېر ښځینه خبریالانې د ګواښونو او توپیر له امله له کاره لرې شوې یا دې ته اړې شوې چې له مسلک څخه لاس واخلي. ځینې یې ګاونډیو هېوادونو ته تښتېدلي، خو لا هم له امنیتي ګواښونو او رواني فشارونو سره مخ دي.سازمان له نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د افغان خبریالانو، په ځانګړي ډول د ښځو، د عاجل ملاتړ لپاره ګامونه واخلي او پر طالبانو فشار زیات کړي څو د رسنیو لپاره ازاده فضا رامنځته کړي. د دې نهاد په وینا، که عاجل ګامونه ونه شي، «په افغانستان کې به د وینا ازادي په بشپړ ډول له منځه ولاړه شي».
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

