د طالبانو د عالي محکمې ويلي، چې په پلازمېنه کابل کې شپاړس کسان د نشهيي تابليټونو، الکولي مشروباتو او چرسو د پېر او پلور په تور، د خلکو په وړاندې دورې وهل شوي دي.په خبرپاڼه کې چې د طالبانو عالي محکمې خپره کړې، راغلي چې دا کسان مخکې د کابل د مخدره توکو او مسکراتو د مخنيوي لومړنۍ محکمې لهخوا د ۱۰ څخه تر ۳۹ دورو او له اتو مياشتو تر درېيو کلونو حبس په سزا محکوم شوي وو.دغې محکمې د ياد حکم عملي کول د اسد په ۲۱مه نېټه په علني ډول ترسره کړي دي.طالبانو له واک ته د بېرته رسېدو وروسته څو ځله تورن کسان په علني ډول مجازات کړي دي. د ملګرو ملتونو د دفتر د شمېرو له مخې، يوازې د روان کال د مې او جون په مياشتو کې لږ تر لږه ۲۳۴ کسان د دې ډلې لهخوا د خلکو په وړاندې دورې وهل شوي دي.همدارنګه طالبانو تراوسه لږ تر لږه ۱۰ کسان د سلګونو نندارچيانو په وړاندې، چې په منځ کې يې ځينې د دې ډلې لوړپوړي چارواکي هم شامل وو، اعدام کړي دي.نړيوالو د بشري حقونو مدافع سازمانونو دا ډول مجازاتونه د نړيوالو قوانينو او د انساني کرامت خلاف بللي او د ژر تر ژره د دوی د درولو غوښتنه کړې ده.له ۲۰۲۱ کال د اګست له سقوط وروسته، طالبانو بيا د علني مجازاتو لکه دورې وهل او اعدام پيل کړي دي؛ هغه مجازاتونه چې د دې ډلې د لومړۍ واکمنۍ (۱۹۹۶–۲۰۰۱) پر مهال هم معمول وو.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

