د خوړو نړيوال پروګرام په تازه راپور کې ويلي، سره له دې چې افغانستان د کال په مناسبه فصل کې دی، نږدې ۹.۵ میلیونه کسان، چې شاوخوا ۲۰ سلنه د هېواد د نفوسو په اندازه کېږي، لا هم د شدیدې خوراکي ناامنۍ له بحران سره مخ دي.راپور چې د جولای میاشتې اړوند دی، څرګندوي چې دغه اداره هره میاشت شاوخوا یو میلیون کسانو ته خوراکي مرستې رسوي.خو د خوړو نړيوال پروګرام خبرداری ورکړی که اضافي بودجه برابر نه شي، د عامه مرستو لړۍ به په راتلونکو میاشتو کې په پراخه توګه کمه شي، ځکه میلیونه کسان د خپلو کورنیو لپاره د خوړو د برابرولو توان نه لري.دغه اداره همدارنګه د هغو ځانګړو مغذي خوړو د کمښت یادونه کړې چې د ښځو او ماشومانو د لوړېدونکو اړتیاوو لپاره اړین دي.د هېواد ګڼو د تغذيې مرکزونو ويلي چې د خوړو نړيوال پروګرام له لوري ورکړل شوي توکي په اوو تر لسو ورځو کې ختمېږي او دوی اړ کېږي چې له مرستې پرته د خوارځواکي له ستونزې سره مخ ښځې او ماشومان پرېږدي.دغه وضعیت د حادې خوارځواکي د کنټرول بهیر ستونزمن کړی او د مالي ملاتړ د زیاتېدو بیړنی اړتیا رامنځته شوې ده.د خوړو نړيوال پروګرام له نړيوالې ټولنې غوښتي چې د مرستو د دوام او د تغذيې د مرکزونو د پراختیا لپاره لازمه بودجه برابره کړي تر څو د روان بشري بحران مخه ونیول شي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

