د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې چې د افغانستان په اړه یې خپور کړی، ویلي چې د تېرو څلورو کلونو په ترڅ کې، په ځانګړي ډول د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د بشري حقونو سرغړونې زیاتې شوې دي.راپور چې د سهشنبې په ورځ، د ۱۴۰۳ د اسد ۲۱ مه خپور شوی، طالبان د بې دلیله وژنې، د خلکو تښتولو، شکنجې او د انساني کرامت خلاف چلند په ترسره کولو تورن کړي دي.په راپور کې همدارنګه ټینګار شوی چې د داعش خراسان څانګه هم د طالبانو تر څنګ د ماشومانو جلب او جذب ته د جګړو په فعالیتونو کې دوام ورکوي.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ګڼ شمېر هغه کسان چې پخوا له د افغانستان له پخواني حکومت سره همکاران وو، د طالبانو لخواه وژل شوي دي.راپور زیاتوي چې طالبان د اسلامي زدهکړو په محدود او سختګیرانه تفسیر سره داسې قوانین وضع کړي چې «د ښځو او نجونو اساسي حقونه په پراخه کچه تر پښو لاندې کوي» او هغوی د زدهکړو، کار او ټولنیزو آزاديو څخه محروموي.دغه راپور د جمهوریت د نسکورېدو او د طالبانو د بیا واکمنۍ د څلورم کال په درشل کې خپور شوی او د افغانستان د بشري حقونو د راتلونکي په اړه د نړیوالې ټولنې اندېښنې یې زیاتې کړې دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

