طالبانو دوه کسان د خوست او پکتیا ولایتونو کې د «وژنې» په تور د خلکو په حضور کې دورې وهلي دي.د طالبانو تر ادارې لاندې د سترې محکمې جلا جلا خبرپاڼو له مخې، هر یو له دغو کسانو ۳۰ تر ۳۹ ضربې دورې وهل شوي او همدارنګه د یو تر درې کلونو زندان سزا پرې ټاکل شوې ده.دغه ګام د وژنې په تور د کسانو په وړاندې د لومړي ځل لپاره په عام محضر کې د دورو وهلو نمونه ګڼل کېږي.مخکې طالبانو په بېلابېلو ولایتونو لکه بادغیس، غور او فراه کې، مجرمان د خلکو په حضور کې اعدام کړي وو.همدارنګه، د ملګرو ملتونو د افغانستان د مرستندویه هیئت (یوناما) تازه راپور ښيي چې طالبان لا هم د بدني سزاګانو تطبیق، په ځانګړي ډول دورې وهل په عام محضر کې، روان ساتي.د راپور له مخې، یوازې په تېرو درې میاشتو کې ۲۳۴ کسان، چې ۱۸۵ نارینه، ۴۸ ښځې او یو ماشوم په کې شامل دي، د دورو سزا ورکړل شوې ده.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

