د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې خبرداری ورکړی چې د کابل د ځمکې لاندې د اوبو سرچینې په اندېښمنوونکې کچه کميږي او ښايي دغه ښار تر ۲۰۳۰ کال پورې له بشپړ اوبو بېبرخې شي.د راپور له مخې، د پلازمېنې د اوبو زېرمې نږدې دوه برابره په چټکۍ سره له طبیعي تغذیې څخه ډېرې ایستل کېږي. وچکالي، د واورو او باران کمښت او د څاهګانو بې پلانه کیندنه د دې بحران اصلي لاملونه بلل شوي دي.د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) د ۲۰۲۱ کال د معلوماتو له مخې، یوازې ۲۰ سلنه د کابل اوسېدونکي د نل اوبو شبکې ته لاسرسی لري، چې ډېری یې هم د څاه ګانو د وچېدو یا د سیستم د خرابېدو له امله له کاره لوېدلي دي. حتی د هېواد د ملي چاپېریال ساتنې اداره خپله اړینه اوبه د ټانکرونو له لارې ترلاسه کوي.نیویارک ټایمز لیکلي چې طالبان له ۲۰۲۱ کال راهیسې څلور اوبیز بندونه بشپړ کړي، خو د بودجې د نشتوالي له امله تر اوسه دغه بندونه د کابل د اوبو رسولو سیستم سره نه دي نښلول شوي. همدارنګه، د پنجشیر له دره د اوبو د لیږد یو بل پروژه د دې ډلې د مشرۍ د تائید په تمه ده.راپور زیاتوي چې د پخواني حکومت تر سقوط او د طالبانو د نهپیژندلو وروسته، د اوبو رسولو پروژو ته نړیوالې مرستې ودرول شوې.د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، هر کال شاوخوا ۷۰۰ زره تنه د اقلیم د بدلون او وچکالۍ له امله بېځایه کېږي او د هېواد درېیمه برخه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.نړیوال کارپوهان خبرداری ورکوي چې که دا حالت دوام وکړي، کابل به ښايي د نړۍ لومړنی معاصر پلازمېنه شي چې د ځمکې لاندې د اوبو سرچینې یې په بشپړه توګه له منځه ولاړې شي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

