راوی زن پشتو
یکشنبه 17 جوزا 1405
فارسی
EN
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

د بخښنې نړیوال سازمان: طالبانو د افغانستان حقوقي نظام له منځه وړي او خپله سخت دریځ شریعت یې حاکم کړی

24 اسد 1404
د اتلانټیک شورا: د افغانستان ښځې د طالبانو د جنسيتي اپارتاید پر وړاندې د «ډوډۍ، کار، ازادۍ» له شعار سره ولاړې دي

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې طالبان د واک ته له بیا رسېدو وروسته د افغانستان ټول حقوقي جوړښتونه لغوه کړي او پر ځای یې د خپلې سخت دریځې شریعت پر بنسټ مذهبي نظام جوړ کړی دی.دغه سازمان د جمعې په ورځ، د کابل د سقوط له څلورمې کلیزې سره هم مهاله، په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو واکمني د «خپلې خوښې پر بنسټ د عدالت پلي کولو» ولاړه ده او باید ژر تر ژره د افغانستان قانوني چوکاټ او د قانون حاکمیت د نړیوالو ژمنو له مخې بېرته راژوندی شي.بخښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د طالبانو قضایي نظام له تضادونو ډک، له مجازاتو معاف، ناعادلانه او غیرعلني دی او پرېکړې د قاضي یا مفتي د شخصي سلیقې پر اساس کېږي.په اعلامیه کې د عام محضر د دورو وهلو او نورو ډولونو ځپنې او بد چلند یادونه هم شوې ده.سمیرا حمیدي، د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي آسیا مسؤله، ویلي: «د طالبانو څلور کلنه واکمني یو مبهم او جبري عدلي نظام پرې ایښی چې اطاعت د حق پر ځای او چوپتیا د حقیقت پر ځای وړاندې کوي.» هغې زیاته کړې چې طالبان نه یوازې له نړیوالو بشري معیارونو لرې شوي، بلکې د افغانستان د تېرو شلو کلونو عدلي پرمختګونه یې شا ته اړولي دي.راپور ښيي چې طالبان د کورنیو محکمې، د ځوانانو عدلي څانګې او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د رسېدنې مرکزونه لغوه کړي او ښځې یې له عدالت او د تاوان د جبران له حقه محرومې کړي دي.د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې د طالبانو محکمې ډېری وخت د تړلو دروازو تر شا ترسره کېږي، هیڅ څارونکی میکانیزم نه شته، ډېر کسان بې له حکم نیول کېږي، بې محکمې په زندانونو کې ساتل کېږي او حتی ورک کېږي.دغه سازمان له طالبانو غوښتي چې سمدستي خپل ځپنې فرمانونه لغوه کړي، د بدني مجازاتو عملي کول ودروي او د ټولو افغانانو حقونه تضمین کړي. همدارنګه یې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د سیاسي فشار او اصولي تعامل له لارې طالبان دې دې ته اړ کړي چې روڼ قانوني نظام بېرته راژوندی کړي او د بشري حقونو درناوی وکړي.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

خبرنامه


  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In