راوی زن پشتو
شنبه 23 حوت 1404
فارسی
EN
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

د رواداري بنسټ: د طالبانو له واکمنېدو څلور کاله وروسته د افغانستان د ښځو حقونه په بې‌سارې کچه تر پښو لاندې شوي

24 اسد 1404
په کابل د سقوط څلورمه کلیزه؛ هبت‌الله د طالبانو له کابینې د «سرپرست» لقب لېرې کړ

د رواداري بنسټ په خپل تازه مطبوعاتي بیان کې، چې د طالبانو د بیا واکمنېدو له څلورمې کلیزې سره هممهاله خپور شوی، ویلي دي چې د ۱۴۰۰ د زمري له ۱۵مې راهیسې د افغانستان خلک له یوه بې‌ساري بشري کړکېچ سره مخامخ شوي دي.په بیان کې راغلي چې طالبانو په دې موده کې په منظم او پراخ ډول د افغانستان د وګړو هغه بنسټیز حقونه، چې په نړیوالو میثاقونو کې تضمین شوي، تر پښو لاندې کړي دي. ښځې او نجونې په ځانګړي ډول د تبعیض ډکو تګلارو موخه ګرځېدلي او له زده‌کړې، کار، د تګ‌راتګ ازادۍ او په عامه او سیاسي ژوند کې له ګډون څخه محرومې شوي دي.رواداري ټینګار کړی چې دغه ګامونه د برابروالي او د تبعیض د منع اصل ښکاره سرغړونه ده او د هېواد پر ټولنیز، کلتوري او اقتصادي راتلونکي ژور او نه جبرانېدونکي اغیزې کړي دي. د دې بنسټ په وینا، قومي، مذهبي او جنسي لږکي هم په سیستماتیک ډول تر بندیزونه لاندې راوستل شوي او په ټولنیزو او سیاسي ډګرونو کې د دوی شتون قصداً کم شوی دی.په بیان کې همدارنګه ویل شوي چې د طالبانو له خوا د اساسي قانون لغوه کول او د ګڼو ملي قوانینو تعلیق یا لغوه کول، هغه حقوقي او نهادي بنسټونه له منځه وړي چې د بشري حقونو ملاتړ یې کاوه، او دې کار د حقونو د پراخ او جوړښتي نقض زمینه برابره کړې ده. دغه وضعیت د تاوتریخوالي څپې، خودسرانه نیونې، جبري تښتونې، ځپنې او د پخواني حکومت پر کارکوونکو، د بشري حقونو مدافعانو او خبریالانو پر وړاندې هدفي وژنې رامنځته کړې دي.رواداري زیاته کړې چې که څه هم بندیزونه ډېر دي، خو دوی د مرکو، پوښتنلیکونو او له قربانیانو او عیني شاهدانو سره د خبرو له لارې د بشري حقونو د سرغړونو پېښې ثبت او مستندې کړي دي.دغه بنسټ د آلمان، کاناډا، آسترالیا او هالنډ له احتمالي شکایت، چې د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون له مخې پر افغانستان کېږي، او همدارنګه د نړیوال جزایي محکمې له خوا د طالبانو د دوو لوړپوړو چارواکو د نیولو له حکم څخه د عدالت غوښتنې په لاره کې د مهمو ګامونو په توګه یادونه کړې ده.د رواداري په وینا، دغه بنسټ د یو شمېر مدني ټولنو له همکارۍ سره یو بهیر پیل کړی چې له مخې یې طالبان د ښځو د حقونو د پراخو او سیستماتیکو سرغړونو له امله په یوه دایمي ولسي محکمه کې په سمبولیک ډول محاکمه شي.رواداري په پای کې له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غوښتي چې د طالبانو پر وړاندې فشارونه زیات کړي څو د بشري حقونو نقض ودروي او د عدالت غوښتنې او د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت د ښه کېدو له هڅو ملاتړ وکړي.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

خبرنامه


  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In