یان اګلېنډ، د ناروې د کډوالو د شورا مشر، د افغانستان د سختو حالاتو په اړه په خبرداري کې ویلي چې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې، د نړۍ د سترګو په وړاندې له منځه ځي او نړیواله ټولنه باید ژر ګام پورته کړي.اګلېنډ په یوه ویدیو پیغام کې چې د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۲۳مه) خپور شو، له مرستندویه هېوادونو مو وغوښتل چې د ښځو، نجونو او افغان ملکي وګړو د ملاتړ لپاره د بشري او پراختیايي مرستو په لېږلو او د دیپلماتیکو فعالیتونو په بیا پیلولو کې ګړندي ګامونه واخلي.د هغه په وینا، د افغانانو د اجباري ستنېدنې دوام له ایران او پاکستان څخه د اوسني بشري ناورین څپې پراخې کړې او د میلیونونو وګړو لپاره یې نوي ګواښونه رامنځته کړي دي.اګلېنډ ټینګار وکړ: «دا د افغانستان پرېښودو وخت نه دی؛ دا د دې وخت دی چې د دې هېواد د خلکو ترڅنګ ودرېږو.»د ناروې د کډوالو د شورا مشر د نړیوالو مرستو د بودجې په شدید کمښت نیوکه وکړه او ویې ویل چې دې کمښت د ښځو او سخت زیانمنو کورنیو د ملاتړ ظرفیت په څرګنده توګه راټیټ کړی دی.د دې ادارې شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۴ کال کې له دوی د خدماتو ګټه اخیستونکو افغانانو شمېر د ۲۰۲۲ کال د یوه پر درېیمه راکم شوی دی.اګلېنډ خبرداری ورکړ که مالي سرچینې، په ځانګړي ډول د ښځو د زدهکړې او معیشت په برخه کې، برابرې نه شي، د افغانستان د نجونو راتلونکی نسل به په بشپړ ډول له منځه ولاړ شي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

