نن، د طالبانو د افغانستان د بیا نیولو په څلورمه کلیزه، د جزایي حقونو نړیوال بنسټ په هالنډ کې د «هاګ» ښار کې په رسمي توګه خپل فعالیت پیل کړ.دغه بنسټ د جګړې، تاوتریخوالي او بېعدالتیو د قربانیانو د ملاتړ او د بشري حقونو د پیاوړتیا لپاره، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د خوندي کولو په موخه جوړ شوی.په بنسټ د پرانېستې غونډه کې، فرهاد رفیف، چې د دې بنسټ له چارواکو دی، وویل: «نن موږ یوازې د بشري حقونو په اړه خبرې نه کوو، بلکې د هغو قربانیانو لپاره هم غږ پورته کوو چې ژوند یې تیت پرک شوی او غږ یې کلونه خاموش پاتې شوی دی.»نوموړي ټینګار وکړ چې بنسټ به د هغو کسانو غږ وي چې د طالبانو تر واک لاندې د خپلو لومړنیو حقونو څخه محروم شوي دي. تېرو څلورو کلونو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو لپاره د بندیزونو او ځپنې کلونه وو، او د دوی حقونه په پراخه کچه تر پښو لاندې شوي دي.دې بنسټ همدارنګه اعلان وکړ چې خپلې پروګرامونه به په نړیواله کچه پرمخ وړي ترڅو پر طالبانو د بشري حقونو د رعایت فشار زیات شي او د افغان ښځو او نارینهوو د حقونو د نقض دوسیې په نړیوالو محکمو کې تعقیب کړي.د یادونې وړ ده چې نن د زمري پنځلسمه هغه ورځ ده چې طالبانو یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول، او دغه ورځ هر کال د ښځو او د بشري حقونو د نهادونو له خوا د هېواد په معاصر تاریخ کې د یوې تورې ورځې په توګه یادېږي.سره له دې، د جزایي حقونو نړیوال بنسټ هیله لري چې د خپلو فعالیتونو له لارې د دې ورځې د قربانیانو یاد او حقونه ژوندۍ وساتي او د عدالت او انسانیت ملاتړ وکړي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

