د جمهوريخواه ښځو د شبکې یوې ډلې د جمعې په ورځ د سمندر د غاړې په اوږدو کې اعتراضي غونډه وکړه او د افغانستان د ښځو له ستونزمن وضعیت څخه یې یادونه وکړه.یادو ښځو د تور رنګ جامې اغوستې وې او شمعې یې بلولې، څو د افغان ښځو د غم او د ظلم پر وړاندې د درېدنې یو سمبول وړاندې کړي.د غونډې د جوړوونکو په وینا، د دې ګام موخه د هغو زرګونو ښځو او نجونو د یاد تازه ساتل دي چې له جمهوریت د سقوط وروسته په افغانستان کې د زدهکړې، کار او آزاد ژوند له حقونو بېبرخې شوي دي.د دې شبکې په پیغام کې ویل شوي چې دا ګام یوازې یو یادونه نه ده، بلکې د افغانستان د ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو د نقض پر وړاندې ښکاره اعتراض دی.دوی ټینګار وکړ چې د ښځو له زدهکړې او کار څخه محرومول د تبعیض او بېعدالتۍ څرګند انځور دی، او د نړیوالې ټولنې چوپتیا په دې برخه کې د ظلم ملګرتیا ګڼل کېږي.د جمهوريخواه ښځو شبکه همداراز اعلان وکړ چې د هغو ټولو ښځو ترڅنګ ولاړه ده چې د محرومیت په تیارو کې ژوند کوي او د آزادۍ او برابري لپاره مبارزه کوي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

