د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۱۵مه، په هسپانیا کې مېشت یو شمېر افغان کډوال، پناهځویان، خبریالان او د مدني ټولنې فعالان د مادرید په ښار کې راټول شول او د یوې پرېکړهلیک په خپرولو سره یې د بشري حقونو، د ښځو د آزادۍ او د افغان کډوالو د ژوند د حق ملاتړ وکړ.ګډونوالو د افغانستان اوسنی حالت د طالبانو تر واک لاندې «د ځپنې او د انسانیت ضد» وباله او ویې ویل چې په تېرو څلورو کلونو کې د وینا آزادي، سیاسي ګډون، د ښځو حقونه او د اقلیتونو کرامت په سیسټماټیک ډول تر پښو لاندې شوي دي.هغوی خبرداری ورکړ چې میلیونونه افغان کډوال په ایران، پاکستان او نورو هېوادونو کې له تبعیض، اجباري ایستلو او د کورنیو له تجزیې سره مخ دي او دا بحران نړیوال اړخونه خپل کړي دي.په پرېکړهلیک کې د طالبانو کړنې لکه اجباري کډوالۍ، کلتوري ځپنې او د یو شمېر خلکو د هویت له منځه وړل «د نسلوژنې جنایت» بلل شوي او ټینګار شوی چې نړیواله ټولنه باید دغه کړنې په حقوقي او جدي ډول وڅېړي.غونډې د افغانستان د ښځو او نجونو پراخ ځپنه هم «جنسیتي اپارتاید» وباله او څرګنده یې کړه چې د زدهکړې، کار او ټولنیز ګډون بندیزونه د بشریت پر ضد ښکاره جنایت دی.ګډونوالو د مادرید په ښار کې د ولسي محکمې د جوړېدو هرکلی وکړ چې موخه یې د حقایقو ثبت او د نړیوال حسابورکونې تعقیبول دي، او له هسپانیا، اروپايي ټولنې او نړیوالو سازمانونو یې د بېړنیو او همغږو ګامونو غوښتنه وکړه.ګډونوالو ټینګار وکړ چې د دوی غږ یوازې د قربانیانو غږ نه دی، بلکې د بشري حقونو د مدافعانو غږ دی چې نړیواله ټولنه د خپلې مسئولیت منلو پر لور رابولي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

